د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې د سماجي کارکن تر وژلو وروسته د سیمې جګپوړي افسران معطله


سماجي کارکن محمد نواز
سماجي کارکن محمد نواز

خیبرپښتونخوا وزیراعلا په سخاکوټ کې د دوو مدني فعالانو تر وژنې وروسته د ملاکنډ ډپټي کمیشنر الطاف احمد او مرستیال کمیشنر فواد خټک له دندو څخه د لیرې کولو امر کړی دی.

د نومبر پر اتمه نامعلومه وسله والو مدني فعال او خبریال محمد زاده او د هغه یو خپلوان عمر حیات په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل.

د جګپوړو افسرانو د معطله کېدو اعلامیه
د جګپوړو افسرانو د معطله کېدو اعلامیه

د وزیراعلا محمود خان لخوا د نومبر پر نهمه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر (ايي جي پي) به د دې پېښې پلټني کوي. د سيمې اوسېدونکو د احتجاج په توګه د محمد زاده مړی د درګۍ په بازار کې اېښودی وو خو د وزیراعلا تر امر وروسته یې خاورو ته د سپارولو پرېکړه کړې ده.

د دې پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د محمد نواز يو ملګري همنواز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، اګره به په علاقه کې په ځانګړي ډول د نشه يي توکيو او په سود د ګاډو د کاروبار پرضد مبارزه کوله.

XS
SM
MD
LG