د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د نشه یي توکو له لارې میلیونونه ډالره ګټي: افغان حکومت


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له جګړو سره سم، پروسږکال په ۲۲ هغو ولايتونو کې چې هلته کوکنار کرل شوي وو، د جګړې اور هم پسې پراخېږي. دې جګړو د نورو اندېښنو تر څنګ د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه هم اندېښنې پيدا کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم هغه سيمې دي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکان لاسبري دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د غير مسوولو وسله والو په سيمو کې د کوکنارو بوټي په بشپړ ډول واړوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق

اورتاق زیاته کړه: "ترهګر او طالبان له بزګرو څخه د نشه يي موادو په برخه کې د عُشر، تولید او ټرانسپورټ په نومونو پيسې اخلي او په دې پيسو يې د جګړې جبهه پياوړې ساتلې ده. په سلو کې ۹۰ کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو او په سلو کې لس يې هم په هغو سيمو کې کرل کېږي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکي فعال دي. طالبان په کال کې د نشه يي موادو له لارې څلور سوه ميلیونه ډالره ګټه ترلاسه کوي."

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د حکومت تردې ادعا مخکې مشال راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاقو کې لاس لرل رد کړي دي.

په دې وروستيو کې د مشرانو جرګې غړو ويلي وو چې د افغانستان په لويديځو ولايتونو کې ځينو غیر مسوولو وسله والو، وسله والو طالبانو او قاچاق کوونکو ډلو په ګډه د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو يوه شبکه جوړه کړې ده.

که له يوې خوا حکومت په بدخشان، جوزجان، پروان، کاپيسا، خوست، ننګرهار، کندهار، ارزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی، نو له بلې خوا بیا بزګران شکایت کوي چې له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي او وسله وال طالبان دوی په زور د کوکنارو کښت ته اړ باسي.

په دې اړه د بدخشان د ولايتي شورا غړی بشير صمیم د بديل معيشت په برخه کې مرستې نه کول او د طالبانو له خوا په زور خلک د کوکنارو کښت ته اړ ایستل يوه پلمه بولي او وايي چې ټول بزګران پوهېږي چې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق د قانون خلاف کار دی او جرم بلل کېږي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړی بشير صمیم د بديل معيشت په برخه کې مرستې نه کول يوه پلمه بولي
د بدخشان د ولايتي شورا غړی بشير صمیم د بديل معيشت په برخه کې مرستې نه کول يوه پلمه بولي

صمیم زیاته کړه: "د زراعتي تخمونو ناوخته رسېدل او زراعت نه مېکانېزه کېدل د کوکنارو د کښت لپاره پلمه نه شي کېدای. کوکنار داسې یو کښت دی چې نه زموږ په دین او نه هم زموږ په نافذه قوانینو کې اجازه ورکول شوې ده، بايد د دين او قانون خلاف عمل عذر و نه بلل شي. ما د بدخشان له خلکو هیله وکړه چې کوکنار و نه کري، هغه معلومات چې ما ته خلکو راکړي، د کوکنارو د کښت اړولو له پروګرام پرته دا کښت په سلو کې پنځوس لږ شوی دی، اوس د کوکنارو د کښت ځای لوبیا او للمي برخه کې نورو بوټو نيولی دی."

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له يوې نیمې مياشتې راهیسې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین دوام لري او د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تردې مهاله پورې د افغانستان په ۸ ولايتونو کې سل هکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG