د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د نشه يي موادو استعمال زیات شوی: قومي مشران


د خيبر ضلعې قومي مشرانو، زده کوونکو او حکومتي چارواکو د نشه یي موادو په اړه د بحث لپاره په يو سيمينار کې راټول شوي وو. د اپرېل پر شپږمه شوې دې غونډه کې دوی وويل چې په ضلعه کې د نشه یی موادو استعمال مخ په زیاتېدو دی او باید مخه یې ونیول شي.

په دې غونډه کې شریک فعال او د نفسیاتو ماهر محمد شیراز مشال راډیو ته وویل:" په ایس، چرسو او هیرونو روږدي کسان زیات شوي دي. د علاج په مرکز کې یوازې د باړې ۸۰۰ کسان داخل کړل شوي.))

په نشو اخته کسان غواګانې او د بجلۍ ټرانسفرمونه پټوي. حکومت بايد د نشه يي‌توکو د استعمال او کاروبار مخه ونیسي
زاهد اپريدی

ده وویل د نشه یي موادو او جرمونو په خلاف د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (يو اين او ډي سي) د یوې سروې ترمخه دا مهال په پاکستان کې په مجموعي توګه په دې خطرناکو نشو څه باندې ۶۷ لکه کسان روږدي شوي دي.

محمد شیراز زیاتوي: "د نشو په کاروبار کې چې څوک ککړ دي پکار ده له هغوی سره موږ سوشل بایکاټ وکړو. په پاکستان کې د بیا بحالۍ مرکزونو هم ډېر کم دي چې حکومت یې بايد زیات کړي."

په دې اړه د خیبر سټوډنټس یونین یو مشر زاهدالله اپرېدی هم له چارواکو ګيله وکړه چې د نشه یی موادو د استعمال مخنيوي لپاره یې ډير څه نه دې کړي.

اپريدي وویل:" ځوانان مو په نشو اخته دي او سرکاري ادارې یې د مخنیوي لپاره ګامونه نه پورته کوي. په هر قوم کې پرې ځوانان اخته شوي. مرګ ژوبلې او غلا ورسره زیاته شوې دي. په دې نشو روږدي کسان د بجلۍ ټرانسفارمرې پټوي، دوکانونه وهي، د خلکو څاروي غلا کوي. دې سره ډېره بدامني جوړه شوه. دغه کسان بیا په خپل کور کې هم میرمنې او ماشومان سره وهي ټکوي."

په دې سیمینار کې شریک د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې ځواک يا ( اینټي نارکاټکس فورس) یو چارواکي طارق بن حیات مشال رېډيو ته وويل چې د قاچاقبرو پر خلاف یې موثره کاروایانې کړې دي. هغه زیاته کړه چې د نشه يي‌موادو د استعمال د مخنیوي لپاره د اګاهۍ کمپاینونه هم کوي.

XS
SM
MD
LG