د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د "ايس" په نامه نشه زياته شوې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې د نشيي موادو د استعمال پرضد مبارزه کوونکي‌ وايي‌ پخوا په هیروینو ډېر خلک اخته وو خو اوس تر هغوی‌ د هغو کسانو شمېر زیات شوی دی چې د ایس په نامه نشه کوي.

دوي وايي‌، په دې کې شاوخوا د هر عمر کسان شته خو د درملنې لپاره یې هلې ځلې د نه برابر دي.

فضل نورزی د رایټ وې په نامه داسې خیریه اداره لري چې له تېرو لسو کالو راهسې په نشه د اخته کسانو علاج کوي.

نوموړي د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د ده په وینا، د ایس په نامه نشه اوس په بلوچستان کې هم جوړېږي.

"دا کسان چې یو ځل په نشه روږد شو نو بیا ټولې نشې کوي‌ خو نن سبا تر ټولو خطرناکه نشه دا ایس دی. څومره چې نوي کسان دي هغه ټول د ایس نشه کوي او هغه پخواني هیروین استعمالوونکي‌ هم اوس د ایس نشه کوي."

فضل نورزي زیاته کړه چې یوازې د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د دوي د معلوماتو له مخې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان دا وخت په نشه اخته دي.

"په نورو ملکونو کې هغوي ته معلومات دي‌ چې هلته څومره خره ، څومره چرګان او څومره پسونه دي‌ خو زموږ په ملک کې د دې کره معلومات نشته چې ټول څومره کسان ناروغ دي. زموږ د خپلې شخصي نظرپوښتنې لره مخې یوازې د کوټې په ښار کې شاوخوا ۳۰ زره کسان دا وخت په نشيي موادو اخته دي."

په نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې لپاره هلې هلې کوونکی ټولنیز فعال حسن اڅکزی وايي‌ ، تر هیروینو وروسته اوس ایس نشه ډېره پراخه شوې ده.

"دا حقیقت دی چې په بلوچستان کې اوس ایس نشه ډېره زیاته شوې ده او دلته اوس ځوانان ، سپینږري او آن دا چې زده کړې کوونکې نجونه لا هم په دې اخته شوې دي. نو ایس نشې دلته ډېره پراخه تباهي جوړه کړې ده."

حسن اڅکزي وویل چې دا نشه د حکومت له خوا د نه پاملرنې له کبله ورځ تر بلې زیاتېږي.

"له بده مرغه دلته چې کومې نشې له بله ځایه راځي یا دلته جوړېږي د هغه پرضد هیڅ ګامونه نه دي اخیستل شوي بلکې چارواکي په نشه اخته کسان له ښاره وباسي او هغوي کلیو او کوڅو ته لاړ شي هلته نشې کوي ، ماشومان ورته ګوري او بیا هغوي هم په اخته شي."

د سلطان په نامه په نشو یو روږد شل کلن ځوان مشال راډیو ته وویل ، دوي غلطي کړې وه چې په نشو یې ځان اخته کړی وو او اوس د علاج لپاره مرسته غواړي.

"اته کاله مې مېږي چې نشه کوم او اوس غواړم چې څه دوا راکړل شي چې موږ یې وخورو ، سم شو او پرسکون شو."

ډاکټر منیر اقبال وايي‌ دا مسله یوازې په کوټه کې نه ده بلکې د صوبې په نورو برخو کې هم په لوی شمېر کسان په دې نشو اخته شوي دي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، چې په لورالايي کې یې د داسې کسانو لپاره یو اداره جوړه کړې وه خو هغه هم د سرپرستۍ نه درلودلو له کبله اوس غیرفعاله ده.

ډاکټر منیر وویل چې د بلوچستان په هره ضلع کې د داسې ادارو ضرورت اوس تر پخوا لا زبات شوی دی.

"په دې ادارو کې باید د علاج تر څنګ د هغوي نفسیاتي‌ درملنه هم وشي او حکومت یاد بل پلو د هغو خلکو پرضد هم ګامونه پورته کړي‌ چې نشي موادو خرڅوي. داسې ادارې په هره ضلع کې په کار دي ځکه چې یو پلو د حکومت پاملرنه نشته بل پلو میندې ، پلرونه او په سکولونو کې استادان دې ته پام نه کوي نو له دې کبله دا نوره هم زیاتېږي."

د پاکستان په سېنېټ کې د نشه يي توکو د مخنیوي‌ کمېټۍ مشر سېنېټر سردار شفیق ترین مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په بلوچستان کې د ایس نشه ډېره زیاته شوې ده.

ده وویل ، حکومتي چارواکو ته یې په وار وار ویلي دي چې د دې لپاره ګامونه پورته کړي خو د ده په وینا حکومت تر اوسه په دې اړه داسې کره معلومات لا نه لري چې په صوبه کې څومره کسان په نشو اخته دي.

"د قلعه عبدالله ، وږب ، شېراني ، دالبندین او تفتان ټول پر پوله پراته دي ، دلته د منشیاتو د قاچاق مهمې لارې دي ، موږ حکومت ته تېر کال ویلي وو چې په دې سیمو کې او لږ تر لږه په ټول ډیویژن کې د نشه يي توکو ضد یو پولیس ټاڼه جوړه کړي خو تر اوسه هېڅ نشته."

د بلوچستان د ټولنیزې خېر ښېګڼې ادارې پر ویب پاڼه لیکل شوي‌ دي‌ چې دوي په نشيي‌ موادو د خاته خلکو د درملنې لپاره په ټوله صوبه کې ۱۶ مرکزونه لري.

خو هلته په دې اړه هیڅ معلومات نه دي‌ ورکړل شوي چې په صوبه او دې مرکزونو کې څومره په نشه روږد کسان موجود دي؟

په دې اړه مو د ټولنیزې خیر ښېګڼې له صوبايي‌ وزیر اسدالله او د نشيي‌ موادو ضد یا انټي نارکوټیکس صوبايي‌ ادارې څخه د معلوماتو تپوس وکړ نو هغوي‌ له خبرو ډډه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG