د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: د مخدره موادو کاروباریانو خلاف سخت قانون


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پېښور ـ د خېبر پښتونخوا حکومت، د نشه يي توکیو د مخنیوي په خاطر یو نوی قانون جوړ کړی چې ترمخې یې یو چا ته د اعدام یا عمري بند سزا ورکول کېدای شي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دا قانون پاس کړی او اوس به د ګورنر شاه فرمان لخوا تر لاس لیکیدو وروسته عملي کېږي.

د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د نوي قانون له مخې به د مخدره موادو خرڅونکو ته د مرګ سزا ورکول کېږي او هغه کسان چې «ایس» په نوم نشه کوي او ونیول شي نو تر اوو کلونو پورې د سزا سره مخ کېدی شي.

شوکت یوسفزی وايي، ایس په لومړي د مخدره موادو په فهرست کې شامل کړل شوی او که له دې وروسته دې ته ورته کومه نشه بازار ته راځي نو هغه به هم په دې لیسټ کې شاملول کېږي.

د نشه يي توکیو خلاف کارکونکیو فعالانو د حکومت د دې نوي قانون هرکلی کړی دی. لیاقت علي سیماب په ملاکنډ کې همداسې یو فعال دی. هغه وايي، د نشه يي موادو د کاروباریانو د نیولو سره پر نشو په اسانه قابو موندل کېدی شي.

نوموړی زیاتوي چې دا د یو کس کار نه دی، بلکې د حکومت ترڅنګ پکې د ولس هم مسولیت جوړېږي چې د دې لعنت د ختمولو لپاره ګامونه واخلي.

د نوي قانون ترمخه د مخدره موادو په پیسو د کورونو جوړولو په دوسیه کې یو چا ته تر ۲۵ کلونو پورې سزا ورکول کېدی شي.

XS
SM
MD
LG