د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا څلور ضلعو کې د نشه يي توکو د کښت مخنیوي پروژه بشپړه شوه


په مومندو کې پوليس د کوکنارو فصل ورانوي - انځور له ارشيفه
په مومندو کې پوليس د کوکنارو فصل ورانوي - انځور له ارشيفه

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خيبر پښتونخوا د کرنې ادارې په مرسته يې په باجوړ، مومندو، خيبر او تور غر ضلعو کې د نشه يي موادو د کښت مخنيوي لپاره د متبادلو فصلونو يوه پروژه بشپړه کړې.

دا خبره سفارت د اګست پر پينځمه په يو بيان کې کړې ده چې پکې راغلي چې د څه کم یو مېلیون ډالرو په لګښت يې ۴،۰۰۰ کروندګرو ته د غنمو، جوارو، پیازو، ټماټرو، بادرنګو او د زيتونو تخم او زرعي مشينرۍ تر څنګ روزنه هم ورکړې.

په خيبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یو چارواکي شبیر شینواري د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل، د دې پروژې له امله اوس کروندګر د کوکنارو او بنګو پر ځای د سبزیو کښت او د مېوو باغونو لګولو ته مخه کړې. "پر یو کنال ځمکه د کرېلو، ټماټرو او توريو له فصله کروندګرو ته د کوکنارو او بنګو په مقابله کې زیات امدن رسي. له دې پروژې څخه ۴،۰۰۰ کروندګر ګټه پورته کوي."

د سفارت له بیان سره سم، کروندګرو ته د اعلا معیار تخمونو وړیا ورکولو دا پروژه سر ته رسېدلې خو د خيبر پښتونخوا د زراعتو د محکمې پخواني مشر رحمت الدين د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې هر کال تازه تخم کرل د ښه پيدوار سبب جوړېدای شي. "د ښه پيداوار بنیادي سبب ښه تخم او د فصل خصمانه وي. کروندګر د خيبر پښتونخوا په نوښار او اکوړه خټک کې د ښه نسل تخمونه ترلاسه کولې شي نو ورته په کار ده چې زاړه تخمونه دې نه کري ځکه چې نوي تخمونه تر ۳۰ فيصد پورې زیات پيداوار کولای شي."

د امریکا سفارت په بيان کې راغلي چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د پاکستان له حکومت او نړيوالو ادارو سره د کوکنارو او بنګو د کښت د خاتمې او نورو فصلونو کرلو په اړه په ګډه کار کوي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا په خيبر پښتونخوا کې د نشه يي توکو کښت اوس هم کېږي او که نه؟

د صوبې د کرنې وزیر محب الله خان د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال هېڅ داسې راپورونه نشته چې په صوبه کې کوکنار یا بنګ کرل شوي وي. "دا پروژه همدې لپاره وه چې د دا ډول فصلونو د کښت مخه ونيول شي. د ملګرو ملتونو ادارې ترڅنګ زموږ حکومت هم د دې لپاره کار کوي. موږ په سالانه ترقیاتي پروګرام کې د دې لپاره په اربونو روپۍ بېلې کړې دي او په لږه موده کې به تاسو وګورئ چې د باجوړ، مومندو، اورکزیو،کورمې، وزیرستان او تورغر سیمې کروندګر به په خپلو پښو درو."

د اګست پر پینځمه په پېښور کې د دې پروژې اختتامي غونډې ته د امریکا په سفارت کې د نشه يي توکو د مخنيوي د ادارې مشر مارک تېرواکوسکي، په پاکستان کې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې استازې رېبیکا بېل، د زراعت صوبايي وزیر محب الله خان او د خيبر پښتونخوا د کرنې ادارې یوه مشر عابد کمال وينا ګانې هم وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG