د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: د دوحې تړون د طالبانو د پياوړي کېدو او افغان ځواکونو د سقوط سبب شو


د طالبانو مرستيال مشر ملا غني بردار د افغانستان لپاره د امريکې بهرنيو چارو وزارت د استازي زلمي خليلزاد سره د لوظنامې تر لاسليکولو وروسته
د طالبانو مرستيال مشر ملا غني بردار د افغانستان لپاره د امريکې بهرنيو چارو وزارت د استازي زلمي خليلزاد سره د لوظنامې تر لاسليکولو وروسته

په افغانستان کې د امريکې د بیارغونې د کارونو د څار دفتر (سيګار) وايي د طالبانو او امريکې تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فرروۍ په مياشت کې شوې لوظنامه د افغان ځواکونو د سقوط سبب شوه.

سیګار د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، طالبانو ته د افغان حکومت په لاس ورتللو اروزنې په راپور کې وايي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ شوي تړون د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړ. همداراز د افغان حکومت او وايټ هاوس (سپينې ماڼۍ) ترمنځ بې باوري زیاته شوه چې وجه یې له دې تړونه او طالبانو سره د امريکايي‌استازو له خبرو د افغان چارواکو پوره نه خبرول ښوول شوي دي.

دا تړون د امريکې د مخکيني ولسشمر ډونلډ ټرمپ په وخت کې د ۲۰۲۰ کال د فرروۍ په ۲۹مه شوی وو. د امریکې د ولسمشر دفتر، يا سپینه ماڼۍ د مې په ۲۱مه په يو بیان کې وويل دا مني چې د دوحې موافقه د طالبانو د ځواکمنېدو سبب شوه. په بیان کې زیاته شوې چې اوسني ولسمشر جو بایډن ته د سولې داسې موافقه په میراث پاتې وه طالبان یې پیاوړي خو د افغانستان په تېر حکومت کې یې د امریکا متحدان کمزوري کړي وو.

سیګار د مې په ۲۱مه خپاره کړې دې راپور کې زیاته کړې چې اوسني ولسشمر جوبايډن د تېر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې کړی تړون لغوه نه کړ بلکې په عملي کولو سره یې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

د سیګار په خبره د دې تړون سره دوه داسې پټ اسناد شته چې د دې دفتر پر غوښتنو سربیره هم دوی ته ونه ښوول شول. په راپور کې راغلي چې دا پټ اسناد یا په ليکلي‌او يا هم په شفاهي ډول د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د کړو ځينو ژمنو په اړه دي.

د جمهوریت د سقوط په اړه د محب ناویلې خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:49 0:00

تر دغه تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر ۱۲مه بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې میاشتې- میاشتې یې دوام وکړ خو څه نتيجه یې ورنه کړه. هغه مهال د افغان پارليمان غړې، فوزیه کوفي چې د افغانستان جمهوريت له لوري د سولې خبرو استازې وه، د مې په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې امريکايانو به طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه افغانانو ته ډير څه نه ويل نو ځکه دوی نه وو پوهه چې څه ژمنې شوې دي.

د سيګار په راپور کې دا هم ويل شوي چې د تېر افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکومت په دې ونه توانيد چې يوه ملي امنيتي پالیسي جوړه او د امريکا له تکیې پرته خپل ځواکونه باثباته وساتلی شي. په همدې حال کې طالبانو له دې هر څه ګټه پورته کوله، په ځينو ځايونو کې یې د خونړيو حملو او په ځينو ځايونو کې یې د جرګو مرکو له لارې د افغان امنيتي ځواکونو مقاومت له منځه ويوړ.

امریکا د دوحې موافقې له مخې ژمنه کړې وه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو هم منلې وه، چې د القاعدې په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

طالبانو د واکمنۍ تر ټينګولو وروسته د خپلو سختدريځو پالیسيو عملي‌کولو ته مخه کړې ده. په دوی کې پر ښځو د مخ پټولو، له محرم بغیر د ښځو پر ګرځيدلو بندیز، پر رسنيو د محدوديتونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو بندول شامل دي.

د نړۍ ځينو هېوادونو او ملګرونو ملتونو په بیا بيا په دې اړه خواشینې ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې خپلې پالیسیانې نرمې کړي.

طالبانو د ټولشموله حکومت غوښتنې هم رد کړې دي چې له امله یې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

XS
SM
MD
LG