د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د داعش ملګرې ډلې او نورو سختدریځو خلاف د امريکا همکاري نه کوو


د امريکا او طالبانو لوړ پورو استازو د اکتوبر پر نهمه د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې پیل کړې چې د اکتوبر پر ۱۰مه به هم دوام لري.
د امريکا او طالبانو لوړ پورو استازو د اکتوبر پر نهمه د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې پیل کړې چې د اکتوبر پر ۱۰مه به هم دوام لري.

طالبان وايي، دوی به په افغانستان کې د داعش د ملګرې ډلې او نورو سختدریځه ډلو پرضد په مبارزه کې له امريکا سره همکاري و نه کړي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د اکتوبر پر نهمه له اسوشییېټېډ پرېس اژانس سره په خبرو کې اسلامي دولت وسله واله ډله د داعش په نامه ياده کړه او ویې ويل چې دوی خپله د داعش پرضد د مبارزې وړتیا لري.

د امريکا او طالبانو لوړ پورو استازو د اکتوبر پر نهمه د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې پیل کړې چې د اکتوبر پر ۱۰مه به هم دوام لري.

دا د دواړو لوریو ترمینځ له افغانستانه د بهرنیو پوځيانو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړۍ مخامخ خبرې دي.

امريکايي چارواکو د دې پیل شوو خبرو اترو په اړه څه معلومات نه دي په ډاګه کړي.

خو د خبرو تر پیل وړاندې دواړو غاړو پخلی کړی وو چې په دې لیدو کتو کې به د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه خبرې کوي چې غواړي له دې هېواده ووځي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیتیدپریس خبري اژانس ته ویلي وو چې په دې خبرو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سولې تړون ته بیا کتنه هم وشي.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې امریکايي استازي به په دې خبرو کې طالب مشران پر هغو ژمنو عمل ته وهڅوي چې د سولې په تړون کې یې کړې وې.

د اسلامي دولت خراسان ډلې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغوی مشران او نور خلک په نښه کړي او د خونړیو بريدونو ذمه وارۍ يې هم منلې دي.

اسلامي دولت خراسان وسله والې ډلې په کندوز کې د اکتوبر پر اتمه د شیعه ګانو پر جومات د ځانمرګې بريد ذمه واري منلې وه.

په هغه بريد کې تر ۱۰۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دوحې کې د طالبانو او امریکا استازو ویلي چې په مهمو مسلو کې د افراطي ډلو پرضد عمليات شامل دي.

همداراز، امريکا پر طالبانو فشار راوړی چې د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو په اېستلو کې خنډونه جوړ نه کړي چې هېواد پرېښوول غواړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايې له طالبانو سره د امريکايې پلاوي ملاقات دا نه ښيې چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسميت پېژني.

XS
SM
MD
LG