د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته ځي


د افغان حکومت او طالبانو پلاوي په دوحې کې د خبرو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۸مې انځور.
د افغان حکومت او طالبانو پلاوي په دوحې کې د خبرو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۸مې انځور.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سولې د خبرو هڅې ټکنۍ شوې نه دي او یو بل حکومتي پلاوی به د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د وزارت سلاکار عزیز الله فضلي د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته دا و نه ویل چې دویم پلاوی به کله دوحې ته ځي او څوک به پکې شامل وي، خو زیاتوي چې د خبرو په دې پړاو کې ښايي پر ځینو ټکو توافق وشي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جولای پر ۱۸مه په دوحه کې بین ‌الافغاني خبرې د سولې بهیر د چټکولو پر ټینګار پای ته ورسېدې، خو د اوربند یا اورکم پرېکړه پکې و نه‌ شوه.

د افغان پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله. د طالبانو په استازیتوب هم د هغې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې رهبري کولې.

د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې د مذاکراتو د دوام هوډ وښود. دا خبرې د قطر په همکارۍ تنظیم شوې وې او په اعلامیه کې یې د مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه شوې.

په کندوز کې د جګړو له وجې سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۶مې انځور.
په کندوز کې د جګړو له وجې سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۶مې انځور.

فضلي وايي، اوس د دویمې ناستې لپاره "یو بل پلاوی تیارېږي چې خبرو ته ادامه ورکړي، ځکه د افغانستان دا اوسنی جنګ او مشکل له خبرو اترو او تفاهم پرته نه‌ حلېږي. جنګ د حل‌ لار نه‌ ده، هیله به مو دا وي چې په دویم مجلس کې ملګري ملتونه او نور اسلامي هېوادونه په دې برخه کې همکاري وکړي چې اوسنۍ ستونزې ته د پای ټکی کښېښوول شي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، هڅه کوي چې په راتلونکې ناسته کې د اوربند د ټینګښت پر امکان جدي بحث وشي.

د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مشري عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوله
د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مشري عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوله

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له میاشتو میاشتو راهیسې په قطر کې دی، خو د طالبانو له هیت سره‌ یې خبرې د خنډ و ځنډ ښکاري دي او په عین وخت کې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې دي.

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې پیل شوې او دواړو لوریو تر ډېسېمبر پورې څو ځلې ملاقاتونه وکړل خو تر هغې وروسته مذاکرات ودرېدل او تر اوږدې مودې د ځنډ ښکار ول.

هیله به مو دا وي چې په دویم مجلس کې ملګري ملتونه او نور اسلامي هېوادونه په دې برخه کې همکاري وکړي چې اوسنۍ ستونزې ته د پای ټکی کښېښوول شي
عزیز الله فضلي

هلته په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم د چین له نړیوالې ټلوېزیوني شبکې (CGTN) سره په مرکه کې چې د جولای پر ۲۰مه خپره شوه، له طالبانو د اوربند او سیاسي جوړجاړي غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي، هغه څه چې طالبان یې "سم له لاسه کولای شي، د خلکو په خاطر اوربند ته غاړه ایښوول دي."

تر قایم مخکې لوړپوړو افغان او نړیوالو چارواکو هم په بیا بیا له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۲۰مه مشال راډيو ته وویل کله چې په افغانستان کې د جنګ علت ختم شي نو جګړه به هم پای ومومي. طالبانو له دې علاوه دا هم ویلي چې پر اوربند په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جولای پر ۲۰مه په یوه انلاین غونډه کې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې موجود وو، ویلي، د طالبانو له بیانونو ښکاري چې سیاسي جوړجاړي ته تیار نه دي.

ځینو سازمانونو لکه د سولې ولسي حرکت، له حکومت او طالبانو غوښتي چې صادقانه خبرې وکړي چې په واقعي ډول د سولې د توافق لامل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې وویل چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي. تر هغه وروسته ناټو هم له افغانستانه د سرتېرو ایستلو اعلان وکړ.

په جولای کې بایډن اعلان وکړ چې د اګست تر ۳۱مې پورې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG