د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونيو ګوترېش د ښځو په اړه د طالبانو پر تازه فرمان سخته اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش د ښځو په اړه د طالبانو پر هغه تازه فرمان سخته اندېښنه ښودلې ده چې مخونه دې په بشپړ ډول پټ کړي.

انتونیو ګوترېش د مې پر اتمه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دی یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې دې په دې برخه کې خپلې شوې وعدې عملي کړي.

په ورته وخت کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې طالبان د دې پر ځای چې افغانستان کې اقتصادي ناورین پای ته ورسوي او ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، د ښځو او نجونو ځپلو ته دوام ورکوي.

رینا امیري په خپله ټویټرپانه د حجاب په اړه د طالبانو نوی فرمان «ظالمانه» اقدام بللی.

د طالبانو د مشر هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG