د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوناما د طالبانو په حکومت کې له رسنيو د حقونو اخیستل وغندل


په کابل کې يوه خبریاله خپله خپرونه ثبتوي (انځور له ارشيفه)
په کابل کې يوه خبریاله خپله خپرونه ثبتوي (انځور له ارشيفه)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه هېواد کې بايد خبریالان له وېرې پرته خپل کار وکړای شي.

دا ورځ په نړۍ کې هر کال د مې په درېيمه نېټه لمانځل کيږي. په دې ورځ یوناما په خپل بیان کې وايي: "موږ د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیزو ادارو د حقونو له منځه تلل محکوموو. موږ په ځانګړې توګه هغه خنډونه یادوو چې ښځینه خبریالانې په افغانستان کې ورسره مخامخ دي."

په دغه بیان کې ويل شوې چې دا خبرپاڼه د افغان میرمنو د دوستو سفیرانو د ګروپ له غړو (اسټرالیا، ډينمارک، کاناډا، اروپايي ټولنه، هالېنډ، بریتانیه، یونام او امريکا) لخوا خپريږي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "ددې لپاره چې افغانستان خپله بشپړه وړتیا ترلاسه کړي نو د ازادو رسنیو په خواکې یوې ټولشموله ټولنې ته اړتیا لري. دا اړینه ده چې افغان خبریالان او رسنیزې ادارې د تهدید، تاوتریخوالي او د خپل سري توقیفونو له ویرې پرته خپلې دندې ترسره کړي."

د افغانستان د خبریالانو او رسنيو فيډرېشن د مې په درېيمه په يو بیان کې وويل چې په دغه هېواد کې په تېرو اتو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتريخوالي نيزدې ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي. دوی زیاتوي چې نيزدې ۳۰۰ رسنۍ تړل شوې، په زرګونو خبریالانو دندې له لاسه ورکړې او فعاله رسنۍ له ګڼو محدوديتونو سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان يا اېمنسټي انټرنيشنل د جنوبي اسیا څانګې، هم د مې میاشتې پر درېیمه پر خپل ټویټر لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو چاڼول په زیاتېدو دی. دې سازمان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې خبریالانو او رسنیو ته اجازه ورکړل شي، چې په ازادانه ډول د غچ اخیستنې له وېرې پرته فعالیت وکړي.

يوناما، اېمنسټي انټرنېشنل او د افغان خبریالانو او رسنيو فيډرېشن په خپلو دغو جلا جلا بیانونو کې زیاته کړې چې په ځانګړې ډول ښځينه خبریالانې تر ډير زیات فشار لاندې دي او د خپل کار په کولو کې ورته ډير زیات خنډونه موجود دي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې په زور د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري حکومت نسکور او پر ځای یې خپل سختدريځه نظام پيل کړ.

تر هغه وروسته یې په رسنيو يو شمیر بندیزونه لګولي او ګڼ خبریالان یې د لنډ یا ډير وخت لپاره بندیان کړي دي. له دې ځورونو څخه د بچ کېدو لپاره په زرګونو افغان خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ شوي او په غربي هېوادونو کې یې پناه اخیستې. طالبان دریځ لري چې د شريعت په چوکاټ کې رسنيو ته ازادي ورکوي خو د دې چوکاټ بشپړه تشريح یې نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG