د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي ۷ هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي


د جي ۷ غړيو ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران - د مې ۱۳مې نېټې انځور.
د جي ۷ غړيو ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران - د مې ۱۳مې نېټې انځور.

د نړۍ د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۷) په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، له نجونو او ښځو سره پر روان چلند سخته اندېښنه ښوولې.

دوی د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، له نجونو، ښځو، مذهبي او قومي لږکیو سره د طالبانو پر چلند نیوکې کړې دي.

د جي ۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیران د مې پر ۱۴مه په جرمني کې ورغونډ شوي ول. هغوی د خپلې ناستې په پای کې په یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې څومره ژر کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي له پرېکړې په شا شي او د جبري حجاب په اړه خپله پرېکړه واپس واخلي.

دې هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د ټولشموله حکومت، د قانون حاکمیت او مدني ټولنې لپاره له بامعنا هڅو سره د اوږدمهاله ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره اړین کارونه وکړي او تر خوا یې د ښځو او نجونو زده‌کړو په ګډون د دوی حقونه خوندي کړي.

د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکو هېوادونو په اعلامیه کې زیاته شوې، "موږ په افغانستان کې د ټولو لوریو د دوامداره سیاسي ګډون او ټولګډونه حکومت پر نشتوالي، ناوړه اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت، او په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښمن یو."

جي ۷ ډلې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم غندلی او زیاتوي، تکراري ترهګریز بریدونه د نورو ترڅنګ قومي او مذهبي لږکي په نښه کوي او تر خوا یې د افغانستان له خاورې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ګواښ متوجه دی.

کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان، برېتانیا او امریکا په خپله ناسته کې پر دې هم ټینګار کړی، چې د تېرکال د اګست له ۱۵مې وروسته، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، القاعده، داعش او ورسره تړلې ډلې لا هم د نړۍ هېوادونو ته یو جدي ګواښ دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښوي. "موږ په ټینګار ویلي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او زموږ له خوا به هېڅ هېواد ته ستونزه نه‌ وي."

طالبانو له بلخ پرته د افغانستان په پاتې ۳۳ ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو بندیز لګولی دی، همداراز یې د ښځو کار محدود کړی او پر هغوی یې د مخ پټول جبري کړي دي. د دې تر څنګ یې ښځو ته بغیر له نارينه له کوره د نه وتلو امر هم کړی دی. افغان ښځو د دې بندیزونو پر ضد مظاهرې کړې دي خو طالبانو خپل دريځ همهغسې سخت ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG