د لاسرسي ځای

تازه خبر

خطیب زاده: تر څو چې ايران طالبان په رسميت ونه پېژني، سفارت نه ورسپاري


د ايران بهرنيو چارو د وزارت وياند، سعيد خطیب زاده
د ايران بهرنيو چارو د وزارت وياند، سعيد خطیب زاده

ايران وايي د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني نو ځکه ورته په تهران کې د افغانستان سفارت نه سپاري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، سید خطیب زاده د اپریل پر ۲۵مه په تهران کې په یوې خبرې غونډه کې وويل چې له افغانستانه تهران ته د ديپلوماتو ورتګ عادي خبره ده خو مانا یې دا نه ده چې ایران دې طالبان په رسیمت وپېژني.

نوموړي د هغو راپورونو په اړه پوښتنې ځواب کړي چې د طالبانو درې ديپلوماتان تهران ته ورغلي دي. خطیب زاده له افغانستان سره پر سرحد د دواړو خواوو سرتيرو ترمنځ د کشالو په اړه هم خبرې وکړي او وې ويل چې غواړي په دې اړه طالبانو سره د مذاکراتو د لارې مسلې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د اپريل په ۲۵مه، مشال راډیو ته وویل چې ډير زر به يو پلاوی ايران ته لاړ شي او هلته به د ایراني چارواکو سره د افغان بندیانو په برخلیک او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG