د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له افغانستانه د وتلو په اړه د پوځي چارواکو انتقاد رد کړ


په افغانستان کې امریکایي ځواکونه-انځور له ارشيفه
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه-انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه راپورونه رد کړي چې له امله یې پرې نیوکې شوي چې له افغانستانه یې د خپلو پوځیانو د ایستلو پرمهال "د وضعیت په ادراک" کې پاتې راغلی وو.

بایډن د فبرورۍ د ۱۰مې پر ماخوستن له اېن بي سي ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې وويل چې د وتلو لپاره ښه وخت نه وو، خو که دوی نه وای وتلي، نو اړ وو چې نور ډېر سرتېري يې بيرته افغانستان ته لېږدولي وای. "دا یوازې ۲،۰۰۰ یا ۴،۰۰۰ [پوځیان] نه ول. بلکې موږ مجبور وو چې باید د سرتېرو پام وړ شمېر زیات کړو چې ورسره به موږ بېرته دې اوږدې جګړې ته ستانه شوي وای."

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د فبرورۍ پر اوومه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور خپور کړ چې پکې امریکایي پوځیانو د بایډن پر ادارې له افغانستانه په بیړه د خپلو سرتېرو پر ایستلو نیوکې کړې دي.

په راپور کې د امریکا د سپینۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت پر چارواکو انتقاد شوی چې د پوځیانو د ایستلو پر مهال د طالبانو پرمختګ او د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط ته متوجه نه ول، او دا هغه څه ول چې طالبان یې د "امریکا ماته" او خپله "بریا" بولي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د پېنټاګان د پوځي چارواکو راپور ۲،۰۰۰ مخه لري چې د بایډن د پرېکړې په اړه د اختلافاتو ترڅنګ پکې د تخلیې پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د "ایبي ګېټ" په نوم په وره کې د چاودنې په اړه جزییاتو ته اشاره شوې.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې پر ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې په ځانمرګي برید کې تر ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول چې پکې ۱۳ امریکایي سرتېري هم شامل ول. د حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې منلې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې بایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د پرېکړې دفاع کوي. نوموړی دریځ لري چې په دې اړه ډېری امریکايي وګړي ورسره همنظره دي خو د یوشمېر افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې ځینې هېوادونه او چارواکي د امریکا دا پرېکړه ناسمه بولي.

امریکا د ۲۰۲۰ز کال په نیمایي کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه چې دا بهیر د ۲۰۲۱ز کال په پای کې بشپړ شو.

طالبانو د هم هغه کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه چې ورسره سم د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ شو. طالبانو د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG