د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان او امریکايي چارواکي په دوحه کې خبرې کوي


پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړی ځل خبرې د اکتوبر په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې ترسره شوې وې.  (انځور: ارشیف)
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړی ځل خبرې د اکتوبر په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې ترسره شوې وې.  (انځور: ارشیف)

پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې کوي.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نومبر پر ۲۷مه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د خبرو لړۍ پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې ټام وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او د هغو افغانانو چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه خبرې وشي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د نومبر پر ۲۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، "عمده مسایل چې بحثونه به پرې وشي دا دي چې د دوحې تړون ته باید درناوی وشي او په بشپړ ډول عملي شي، د افغانانو پیسې چې د امریکا او نورو بهرنیو په بانکونو کې کنګل شوي باید ازادې شي."

د ده په وینا، بل دا چې باید بامفهومه ډپلوماټیکو اړیکو ته لاره پرانیستل شي او هغه ننګونې او اندېښنې چې په مخکې پرتې دي له منځه ولاړې شي.

طالبانو د دوحې تړون پر اساس ژمنه کړې وه چې د افغانستان پر خاوره به ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، دوی غواړي چې د داعش ډلې جرړې وباسي.

نوموړي زیاته کړه، "اسلامي امارت هڅه کوي دا پدیده چې پر نرمو او ملکي اهدافو عملیات کوي او ملکي وګړي په نښه کوي، جرړې یې له خپل هېواده وباسي."

بلال کریمي وویل چې د دوی حکومت د داعش شا اوخوا ۶۰۰ غړي یې نیولي، له ۲۰۰ زیات یې وژلي او د دې ډلې له شلو زیاتې ځالې یې ویجاړې کړې دي.

امریکايي چارواکي وايي چې دا مسله ورته مهمه ده. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې داعش ډله د امریکا او ناټو د پوځي حضور پرمهال په افغانستان کې فعاله وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړی ځل خبرې د اکتوبر په ۹ او ۱۰مه په دوحه کې ترسره شوې وې.

د امریکا ځانګړي استازي له هغه وروسته په پاکستان کې هم د طالبانو له مشرانو سره وکتل.

له دې کتنې یوه اوونۍ وروسته ټام وېسټ له طالبانو سره د مالي مرستې او ډپلوماتیک ملاتړ لپاره د امریکا پر شرایطو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د امریکا په شرطونو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځو او نجونو ته د انډول تعلیم او کار د امکاناتو برابرول شامل دي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ دا خبرې اترې په داسې وخت کې پلان شوې دي چې د طالبانو حکومت سختې هڅې پیل کړي دي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

په عین وخت کې د اقتصاد پوهانو په وینا، د افغانستان اقتصاد په ډېر ناوړه حالت کې دی او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ادارې په دې هېواد کې د یوه بشري بحران د پیل خبرداری ورکوي.

رپورټ: احمد تکل

XS
SM
MD
LG