د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ د افغانانو پوروړې ده: ګویتېرېش


د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو رابللي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل
د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو رابللي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل

ګڼو مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څه باندې یو میلیارډ ډالرو په اندازه د بسپنې ورکولو ژمنه وکړه.

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو رابللي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، دا مهال افغانان تر لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته د تر ټولو سختو شېبو لاندې تېرېږي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان خلک لاسنیوي ته اړتیا لري. اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ودرېږی.

د ګویتېرېش په وینا ، دا کنفرانس د دې لپاره نه دی چې د افغانستان خلکو ته به څه ورکوو، بلکې موږ د دوی پوروړي یو."

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره په اصل کې د ۶۰۶ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه.

له جګړو بې کوره شوي افغانانو د کابل په یوه بڼ کې اړولې
له جګړو بې کوره شوي افغانانو د کابل په یوه بڼ کې اړولې

ګویتیریش خبرداری ورکړ چې د سږني کال تر پایه ښايي په افغانستان کې د خوړو کمښت لا زیات شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي ول چې ۱۴ میلیونه افغانان د سختې لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د اګست پر ۱۵مه پر کابل د وسله والو طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته په افغانستان کې اقتصادي چارې ټکنۍ او د بشري بحران په اړه اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په کوربه­توب پروني کنفرانس ته ګڼو ویناوالو وویل چې مرستندوی هېوادونه د ناټو او نړیوال ائتلاف تر شل کلنې ښکېلتیا وروسته د افغانانو د مرستې لپاره اخلاقي مسوولیت لري.

د دغو تازه مالي مرستو شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته بېلې شي. دغې ادارې له ۱۶۰۰ افغانانو څخه د پوښتنو پر اساس په یوه سروې کې ویلي وو، د افغانستان ۹۳ فیصده وګړو ته کافي خواړه نه رسېږي.

د سړک غاړې ته ماشومان ساعتېری کوي
د سړک غاړې ته ماشومان ساعتېری کوي

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري په کنفرانس کې د مرستو تر اعلان مخکې پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

ملګرو ملتو او مرستندویو ادارو یې په کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي او نه به طالبان ورڅخه تبلیغاتي ګټه اخلي بلکې د دوی مرستې به د نړیوالو موسسو له خوا اړو افغانانو ته چې سختې وچکالۍ او جګړو ځپلي او د افغانستان د اقتصاد خرابېدو یې بې وزلي لا زیاته کړې ده، ورکول کېږي.

په کابل کې د طالبانو د ادارې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنې، دغه راز له افغانستان سره په روغتیايي او غذايي برخه کې د نړۍ د مرستو هرکلی کوي.

د خوړو نرخونه ختلي

د کندز ځینې وګړي وايي چې په ښار کې د خوراکي توکیو نرخونه دومره لوړ شوي دي چې ان ځینې کسان نه شي کولی د خپلو کورنیو لپاره اړین خوراکي توکي وپېري.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي عبدالقدیر مایار مشال راډیو ته وویل، "له کله چې طالبان حاکم شوي بې کاري زیاته شوې، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي. پخوا یوه بورۍ اوړه ۱۶۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۱۰۰ افغانیو ته بیه ختلې ده."

کندز ښار
کندز ښار

بلخوا لا هم په کندز کې بانکونه، د تحصیلي مرکزونو په ګډون ډېری دولتي او غیر دولتي ادارې تړلي دي.

زیات شمېر خلک، په ځانګړي توګه دولتي کارکوونکي د معاشونو د نه ورکړې او اقتصادي ننګونو له جدې ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ډوډۍ خوړولو پیسې نه لرم

ورته حالات د پکتیا په ګردېز کې هم لیدل کېږي، هلته دولتي او خصوصي بانکونه نه دي پرانیستل شوي چې د خلکو ورځنی ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی د پکتیا له ځایي طالب چارواکو غواړي چې د بانکونو له مسولینو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، څو د خلکو د ستونزو د راکمولو لپاره دولتي او خصوصي بانکونه خپلې دروازې پرانیزي.

د پکتیا اوسېدونکی احمدالله احمدي ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس هم زه د بانک مخې ته ولاړ یم، خو بانک بند دی، تقریباً پنځلس ورځې کېږي هره ورځ راځم چې معاش مې واخلم خو نه یم توانیدلی، له خلکو مې په پور پیسې اخیستي، زما په څېر د پکتیا نور اوسیدونکي، کارمندان او پانګه وال ټول ستونزو سره مخ یو."

په افغانستان کې بېوزلۍ ماشومان سخت زیانمن کړي.
په افغانستان کې بېوزلۍ ماشومان سخت زیانمن کړي.

د پکتیا بل اوسېدونکی ګل پرواز وایي: "زه له اریوب ځاځیو ولسوالۍ راغلی یم، جېب کې یوه روپۍ نه لرم بانک مخې ته پروت یم، دومره روپۍ نه لرم چې ډوډۍ پرې وخورم بانک وایي، نن خلاصېږي سبا خلاصېږي، خو تر اوسه نه دی خلاص شوی، مجبور یو چې بازار کې سوال وکړو. "

د بانکونو د بندېدو له امله خلکو ته د ورپېښو ستونزو تر څنګ د یو شمېر دولتي ادارو نه فعالېدو هم د خلکو ستونزې ډېرې کړي دي.

دوی د پاسپورټ او د پېژندپاڼو یا د تذکرو دفترونه د بېلګې په توګه یادوي چې فعالیدو ته یې په بې صبرۍ سترګې په لاره دي.

عید محمد بیا وایي، په کور کې د سرطان ناروغۍ یو ناروغ لپاره د پاسپورټ جوړولو بیړنۍ اړتیا لري، خو دا مهال له نامعلوم برخلېک سره مخ دی.

افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال

په پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د طالبانو له لوري ور پېژندل شوي رئیس خالق یار احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت کې ګڼې ادارې فعالې شوي او د پاتې نورو ادارو د فعالېدو لپاره هم کار روان دی.

ده وویل: "پکتیا کې د بانکونو مسؤلینو ته خبردارۍ ورکړل شوی چې خپلې څانګې خلاصې کړي او دا موضوع به یو ځل بیا مسؤلینو سره شریکه کړو، پاتې شوې ادارې ځینې محدودې ادارې پاتې دي چې مسؤلین نه دي ورته ټاکل شوي په هغوی غور یعنې فکر روان د یاو د پاسپورټ، تذکرې کارونه خو په مرکز پورې اړوند دي، هلته چې شروع شي، دلته به هم مهاله پیل شي."

احمدزی په پکتیا کې د یو شمېر ادارو د نه فعالیدو لاملونه په داسې مهال د مرکزي ادارو په فعالیدو پورې اړوند بولي چې کله طالبانو د کابل له نیولو درې اونۍ وروسته خپله کابینه اعلان کړه.

پاکستانۍ کلدارې، ایراني تومن او د افغانستان ټکنی اقتصاد

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، که یو ځل بیا پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن په افغانستان کې دود شي د افغانستان د شته اقتصادي ودې له منځه وړلو لامل به شي.

دوی وايي، د افغانستان بانک او طالب چارواکي باید د اقتصادې ودې په موخه په افغانستان کې د نورو هېوادونو اسعارو ترویج او سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورنه کړي.

په افغانستان کې په ځانګړې ډول د دغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې، د تېر حکومت له خوا په پاکستاني کلدارو او ایراني تومنو له بندیز لګولو وروسته ډېره راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کېده چې دا چاره تر یو بریده د افغانستان اقتصادې ودې لامل شوې وه.

پر تورخم له پاکستانه و افغانستان ته اویښتونکې مال برادره لارۍ
پر تورخم له پاکستانه و افغانستان ته اویښتونکې مال برادره لارۍ

کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره هم مهاله بانکونو خلکو ته د پیسو په ورکړې بندیز ولګاوه او نږدې دوه اوونۍ خلکو خپلې پیسې ترلاسه نه کړای شوې چې دا چاره په افغانستان کې د افغانیو او ډالرو د کمښت لامل شوه.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په افغانستان کې د ډالرو کمښت له امله به د دواړو هېوادونو ترمنخ راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو ترسره شي.

اوس د اقتصادي چارو شنوونکي وايي، که د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه د افغانیو پرځای په نورو پیسو ترسره شي دا چاره د افغانیو ارزښت راټیټوي او د افغانۍ بانک نوټونو چاپ چې د مالیې وزارت عوایدو لویه برخه ده راټیټیږي.

امریکايي ډالر او پاکستانۍ کلدارې
امریکايي ډالر او پاکستانۍ کلدارې

د پوهنتون استاد قیس محمدي ازادي راډیو ته وايي: "د غیر افغاني پيسو ترویج څو نقطو ته تاوان رسوي، اول د افغانستان بانک د داراییو قدرت راښکته کېږي، په دې مانا چې د حکومت بودجه ورسره راکمېږي، خپله د پیسو چاپ د مالیې وزارت د عوایدو برخه ده چې راټیټیږي، خپله د افغانیو ارزښت هم ورسره راټیټیږي."

د سرحدي ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي او کاروباریان وايي، د جمهور رییس غني په واکمنۍ کې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارو او ایراني تومنو چلند محدود شو، خو اوس یو ځل بیا د ترویج په حال کې دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د ننکرهار ولایت اوسېدونکی سالار خادم وايي: "طالبان اړ دي او دا اړینه ده چې د افغانستان، مالیې وزارت او نور بنسټونه باید ژر تر ژره په ګډه هېواد کې د کالدارو او تومنو په شمول د نورو بهرنیو اسعارو د چلند مخنیوی وکړي او په دې اړه باید طالبان یو جامع پلان وړاندې کړي."

د پکتیا ولایت اوسېدونکی فرید الله هم ورته غوښتنه لري: "کلدارې چې د بل هېواد هویت دی باید طالبان او ټول هېوادوال لاس په کار شي چې د دې افغانیو ساتنه وشي، د افغانیو ساتل او د نورو هېوادونو پیسو مخنیوی ملي ګټي دي."

پر ټولنیزو رسنیو هم د افغانیو ترویج په اړه پراخ کمپاین پیل شوی او له طالب مشرانو یې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره راکړه-ورکړه په کلدارو ترسره نه کړي.

ننګرهار کې یوه هټۍ کلدارې نه مني
ننګرهار کې یوه هټۍ کلدارې نه مني

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب مشرانو او اړوندو مسوولینو نظر هم ترلاسه کړي خو له بیا بیا هڅو سره-سره بریالۍ نه شوه.

د برېښنا بېلونه او تړلي بانکونه

په داسې حال کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو پيريدونکو غوښتنه کړې چې په خپل وخت د برېښنا بېل تحویل کړي خو په بانکونو کې تر دې دمه دې کار ته زمینه نه ده برابره شوې.

د برېښنا شرکت ويلي، که خلک په وخت د برېښنا بل تحویل نه کړي، دوی به يې جريمه کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی الیاس وايي: '' د برېښنا بېل مو نه دی ورکړی، يوه مياشت کېږي بانکونه تړلي دي، له‌ دې سربېره اقتصاد خراب دی، پيسې نشته، له بده مرغه چې د برېښنا شرکت جريمه هم لوړه شوې، له طالبانو غواړو چې بانکونه خلاص کړي او جريمه بايد خلکو ته معاف شي.''

په پروان ولایت کې د برېښنا بل پيريدونکی سهراب وايي، د کار نشتون او دفترونو تړل کيدو له امله نه شي کولی د برېښنا لګښت ورکړي او شته پيسې يې په بانک کې بندې دي.

دی زیاتوي: ''د بانک او برېښنا ستونزې ډېرې زياتې شوي، پيسې نشته چې د برېښنا بېل ورکړو، بې وزلي ډېره زياته شوې، نه پوهيږم له دې ژوند سره څه وکړو؟ ټول وږي دي، يو بل ته پور هم نه ورکوي، ځکه شرايط خراب دي، د شپې او ورځې ډوډۍ نشته اوس حيران يو چې د برېښنا د بېل پيسې له کومه ورکړو؟''

د ننګرهار اوسېدونکی هارون بیا وايي چې د برېښنا بېل يې راغلی خو تراوسه يې نه دی تحویل کړی: ''زموږ غوښتنه دا ده چې بانکونه خلاص شي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، موږ غریب خلک يو، که د برېښنا بېل ورنه کړو جريمه کېږو، د افغانستان خلک له بلې لارې هم عايد نه لري، له طالبانو غوښتنه کوو چې بانکونه خلاص کړي، خلک نو پيسې له کومه کړي؟''

امنيت راغلی خو ډوډۍ ولاړه: د کابل اوسېدونکي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې به د برېښنا پېردونکو خپل د برېښنا بېلونه د بانکونو له لارې په خپل وخت تحویلول خو اوس چې ډېری بانکونه تړلي او خدمتونه محدود شوي دي دا چاره هم له ستونزې سره مخ ده.

د برېښنا شرکت اصولو له مخې که پيريدونکي په وخت د برېښنا د لګښت پيسې ورنه کړي جريمه کيږي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو او برېښنا شرکت نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالۍ نه شوه. د برېښنا شرکت ویاند سنګر نيازي ازادي راډیو ته وویل، په رخصتۍ دی او په دې اړه نظر نه شي څرګندولی او د یاد شرکت نورو مسولینو هم په دې اړه ځواب ونه وايه.

د افغانستان د شتمنیو کنګلېدلو پایلې به بدې وي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، درې اونۍ وړاندې د امریکا له‌خوا د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګلېدل به یې د هېواد پر اقتصاد له هره پلوه بدې پایلې ولري. د یادې خونې مرستیال محمد یونس مومند په وینا، د پیسو له کنګلېدو پس د افغانستان اقتصادي فعالیت تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلی دی.

په دوشنبه له مشال راډیو سره په خبرو کې مومند زیاته کړه چې د پیسو کنګلېدو یې د هېواد پر وارداتو، ټرانفسر، داخلي سوداګرۍ او صادراتو منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان مېرمنو نامعلوم برخلیک
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې د عامل پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدو د افغانستان په خصوصي بانکونو هم منفي اغېز کړی او د دې بانکونو فعالیت‌ یې محدود کړی، ځکه دوی نه‌شي کولای د پیسو په لېږد رالېږد کې خلاص مټ ولري.

د ده په خبره، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او له هغه راهیسې چې خصوصي بانکونو خپل فعالیت محدود کړی، د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې راپورته شوي چې د وارداتو د کمېدو لامل شوي او له همدې امله په بازار کې لومړني توکي کم او بیې یې پورته شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره د وارداتو په برخه کې ستونزې شته، خو د صاداراتو په برخه کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې شااوخوا ۵۰۰ کانټینر تازه او وچه میوه پاکستان ته صادره شوې ده.

خو د دغو چارواکو په خبره، د بانکونو ناسم فعالیت د وارداتو پر وړاندې لویه ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG