د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه


د امریکا وروستی سرتېری چې له افغانستان ووت - انځور له ارشیفه
د امریکا وروستی سرتېری چې له افغانستان ووت - انځور له ارشیفه

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا په ټینګه سره له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پرېکړې دفاع وکړه.

جو بایډن «CBS» خبري شبکې سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په دا وروستیو کې ځینو امریکایي چارواکو پر هغه له افغانستانه د ځواکونو په وتلو نیوکه کړې وه.

نوموړي د ورستیو نیوکو په اړه وویل هرڅوک وايي چې امریکا کولای شوای پرته له دې چې چا ته زیان ورسوي له افغانستانه ووځي، خو هېچا هم داسې ونه‌ویل چې دا څنګه ترسره کېدای شوی.

بایډن خپله مرکه کې وویل چې دی له لومړي سره په دغه هېواد کې د جګړې مخالف وو او په وینا یې چې امریکا په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې هره اوونۍ ۳۰۰ ملیونه ډالر مصرفول. م داسې ونه‌ویل چې دا څنګه ترسره کېدای شوی."

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مسؤل جنرال فرانک مک‌کنزي اندېښنه ښودلې وه چې القاعده شبکې وروسته تر دې په افغانستان کې یو ځل بیا لږ سر راپورته کړی دی چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي.

دغه امریکایي پوځي چارواکي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي و چې له افغانستانه د اګسټ په میاشت کې د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته سخته شوې ده چې د القاعده بنسټ پاله ډله امریکا د افغانستان په دننه کې وڅاري.

جنرال مک‌کنزي وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو دننه یو شمېر کسان له القاعده سره خواخوږي لري.

جنرال مک‌کنزي
جنرال مک‌کنزي

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د ۲۰۲۰ کال د فبروري د ۲۹مې نېټې له تړون سره سم د القاعده شبکې پر ضد لاس په کار شي.

خو د امریکا د دفاع وزارت جان کربي ویاند د جمعې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال دفاع وکړه او ویې‌ویل موږ تمه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې پوره کړي، هغه ژمنې چې له دوی سره‌یې کړي چې القاعده ته به پناه نه‌ورکوي.

ښاغلي کربي وویل چې دوی په دې اړه روښانه نظر لري او که د داسې کوم څه نښې ولیدل شي چې "امریکا" او ګټو ته‌یې متوجې وي د ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره به اقدامات وکړي.

وړاندې څو ځلې طالب چارواکو او ویاندویانو هم په بېلابېلو ناستو کې د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې به د کوم بل هېواد پر ضد کارولو ته اجازه ورنه‌کړي؛ هغه ژمنه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې راغلې.

امریکا وروسته له هغې له القاعدې شبکې وېره لري او د ځپلو هڅه‌یې کوي چې دغې شبکې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر پر ۱۱مه په امریکا هوايي حملې وکړې چې له امله‌یې سلګونه کسان ووژل شول.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نن‌یې قطري چارواکو سره د افغانانو په اړه خبرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند ند پرایس له له‌خوا یوې لنډې خبرپاڼه کې لیکل شوي "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو، قانوني دایمي اوسېدونکو او په خطر کې د افغانانو د خوندي ترانزیټ په برخه کې د قطر د دوامدار کار ستاینه وکړه. بلېنکن او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وضعیت په اړه وروستي پرمختګونه هم وڅېړل او د ایران په ګډون‌یې په نورو دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو هم خبرې وکړې."

دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ له ۱۵مې وروسته پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره وخت نا وخت نړيوالو هم له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړي کېدو او د داعش ډلې د غښتلي کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

ديبرا لاينز په افغانستان کې ملګري ملتونو ځانګړې استازې په خپل وروستي راپور کې وويل چې داعش اوس د افغانستان په ټولو ولايتونو کې حضور لري.

هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ وسله‌والې ډلې ته به په افغانستان کې د نفوس کولو اجازه ونه‌کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG