د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ جرګه وايي د امنیت په اړه د چارواکو له اقداماتو مطمینه نه ده


په باجوړ کې یو مشر د امنیت په اړه د اکتوبر شپږمې جرګې ته وینا کوي.
په باجوړ کې یو مشر د امنیت په اړه د اکتوبر شپږمې جرګې ته وینا کوي.

په باجوړ کې د یوې جرګې ګډونوالو ویلي دي چې د امنیت لپاره د چارواکو له اقداماتو مطمین نه دي او که انتظامیې ورته ډاډ ور نه کړ نو بیا احتجاج پیلوي.

د خار د جرګو په تالار کې غونډه د اکتوبر پر شپږمه وشوه چې ورته د بېلابېلو سیاسي ګوندونو لسګونه استازي، مخور، فعالان او اوسېدونکي ورغلي ول چې مشري یې د جمعیت علمای اسلام (ف) پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید کوله.

ځايي خبریال حسبان الله مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د جرګې ګډونوالو ورته ویلي دي چې د امنیت ټینګښت په اړه له انتظامیې سره د شوې موافقې له عملي کېدو مطمین نه دي. هغوی وویل چې په سیمه کې یې لا هم د ناامنۍ پېښې کېږي.

په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا عبدالرشید تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل، د انتظامیې تر موافقې وروسته د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي چې له وجې یې "جرګه پر حکومتي اقداماتو د عدم اطمینان اظهار کوي او په تشویش کې هم ده."

د جرګې بل ګډونوال او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال نثار باز مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې په باجوړ کې حملې، غلاوې او ډاکې شوې دي. ده وویل، وسله وال خلکو ته ټېلېفونونه کوي او ورڅخه باج غواړي.

باز زیاته کړه چې مشرانو موافقه وکړه چې د اکتوبر پر ۲۰مه بیا جرګه وکړي چې پکې به د احتجاجي پرلت په اړه پرېکړه کېږي.

د جرګې برخوالو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په ضلع کې په وسله وال برید کې د جمیعت علمای اسلام (ف) یو غړی قاري شفیع الله ووژل شو. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

د باجوړ انتظامیې د جرګې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د امنیت ټینګښت لپاره یې اقدامات کړي دي.

د اکتوبر پر شپږمه د باجوړ جرګې ته لسګونه سیاستوالان، مخور، فعالان او د ضلعې اوسېدونکي ورغلي ول.
د اکتوبر پر شپږمه د باجوړ جرګې ته لسګونه سیاستوالان، مخور، فعالان او د ضلعې اوسېدونکي ورغلي ول.

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر سیاستوالان او مشران په نښه شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

د اکتوبر شپږمې جرګې ګډونوالو زیاته کړه چې له انتظامي چارواکو سره هم ګوري او ورڅخه د امنیت ټینګښت لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۱۸مه هم په باجوړ کې قومي مشرانو له انتظامي او پوځي چارواکو سره په جرګه کې د امنیت ټینګښت غوښتنه تکرار کړه.

په هغه غونډه کې امنیتي چارواکو د باجوړ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې ګامونه اخیستي چې ورسره حالات بهتر شوي دي.

په باجوړ کې د ناامنیو ضد احتجاجي پرلت د اګست پر ۱۹مه پیل شوی وو چې پکې د جمیعت علمای اسلام (ف)، جماعت اسلامي، پيپلز پارټۍ، عوامي نیشنل ګوند او د ځينو نورو سياسي ګوندونو په ګډون د سيمي سوادګرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

د سیمې مشرانو د اګست پر ۲۶مه له انتظامي او امنیتي چارواکو سره تر خبرو ورسته پرلت د ۲۰ ورځو لپاره وځنډاوه. هغه مهال مشرانو ویلي ول چې چارواکو ورته ډاډ ورکړی او موافقه یې ورسره کړې چې د امنیت ټینګښت لپاره به اقدامات کوي.

انتظامي چارواکو په تېرو دوو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي او د هغو کسانو پرضد هم کارروايي کوي چې له خلکو باج غواړي.

خو له باجوړ پرته، د روان کال له جولای راهیسې، په شمالي او جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، پېښور، سوات او کوز دیر کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. دا ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې.

خو د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د قبایلو په ګډون په ټولو ضلعو کې د امنیت، او د قانون او ایین عملدارۍ ته ژمن دي. داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

XS
SM
MD
LG