د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۲ پوځیان او ۱ ولسي وګړی وژل شوي دي


په شمالي وزیرستان کې پوځیان د ګزمې او تالاشیو پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې پوځیان د ګزمې او تالاشیو پر مهال - پخوانی انځور.

امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې دوه پوځي سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي.

په میرامشا کې د پوځ یوه افسر له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم له ښوولو ډډه وکړه او مشال راډیو ته یې وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په دته خېلو کې د امنیتي سرتېرو ګاډی د سړک غاړې ښخ بمي برید ښکار شو چې پکې دوه پوځیان ووژل شول او یو ژوبل شو.

اخوا د شوې تاڼې یوه پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د خالي (شنبې) ماخوستن مهال وسله والو یو ځايي وګړی رحیم الله وویشت او وتښتېدل.

دی زیاتوي چې پولیسو مقدمه دایره کړې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې د هدفي بریدونو شمېر ۴۰ ته رسېدلی چې پکې تر ۵۰ زیاتو ولسي وګړو، قومي مخورو، سیاستوالانو، ځوانانو، دیني عالمانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سېپټېمبر ۲۴مې د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې اتمانزیو وزیرو د جولای پر ۱۷مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو قاري سمیع الدین او قاري نعمان تر وژنې وروسته احتجاجي پرلت پیل کړ چې د منتظمینو په وینا، اوسمهال په لښکر بدل شوی او په بېلابېلو ځایونو کې ولسي غونډې کوي.

پرلتوال په سیمه کې د امنیت پوخ ډاډ، په پوځي کارروايي کې ځايي دوکاندارانو ته د اوښتي زیان معاوضه، تر یوشمېر کلونو پورې په وزیرستان کې د مالیو یا ټیکسونوختمولو او کسټم عمله له غلام خانه میرلي کجورۍ ته د بدلولو غوښتنې لري.

خو پرلتوالو د سېپټېمبر پر ۱۵مه له ضلعي انتظامیې سره تر غونډې وروسته د امنیت ټینګښت پر کړنلارې موافقه وکړه خو زیاته یې کړه چې په دې اړه خبرو ته دوام ورکوي.

له شمالي وزیرستانه پرته، په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزیو، کورمې، جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جولای کې د مظاهرو او جرګو له پیلېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې هېچا ته عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي او پولیس د وسله والو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.

داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

XS
SM
MD
LG