د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه او سوات کې د ناامنۍ ضد احتجاجونه شوي دي


د سېپټېمبر پر ۱۷مه د سوات احتجاج ته ګڼ کسان ورغلي ول.
د سېپټېمبر پر ۱۷مه د سوات احتجاج ته ګڼ کسان ورغلي ول.

په کورمه او سوات کې ځايي اوسېدونکو، قامي مشرانو، سیاستوالانو او فعالانو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي غونډې کړې دي.

د کورمې په سده کې ګڼو خلکو د سېپټېمبر پر ۱۸مه د "امن مارچ" په نوم تر لاریون وروسته د ښار په مرکزي څلورلاره کې پرلت وواهه چې تر څه ساعت وروسته پای ته ورسېد.

دا مظاهره پر داسې مهال شوې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۳مه د کورمې د خرلڅیو پر پوله په نښته کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول. د پاکستان پوځ پر هغه ورځ وویل چې وسله والو پر پوله د افغانستان له لوري ورباندې برید وکړ چې له وجې یې نښته پیل شوه او پکې وسله والو ته هم مرګژوبله واوښته.

خو د طالبانو حکومت ویلي ول چې پاکستانیو سرتېرو د طالبانو پر کسانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې نښته وشوه.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د سېپټېمبر پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي بیان کې وویل، پاکستانیو ځواکونو له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پوسته جوړوله او چې د طالبانو سرتېري خبرو ته ورغلل نو هغوی ورباندې ډزې وکړې.

د سدې احتجاج کوونکي وايي، په وروستیو کې د پاړه څمکنیو په ګنداو سیمه کې هم وسله وال لیدل شوي دي.

دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې په سیمه کې د وسله والو د فعالیتونو مخه ونیسي.

په کورمه او په ځانګړي ډول په پاړه څمکنیو کې په ۲۰۱۰ز کال کې پوځي عملیات شوي ول او پوځ هغه سیمه له وسله والو پاکه ګرځولې وه. تر عملیاتو وروسته بې کوره شوي خلک هم خپلو کلیو ته ستانه شول.

په سوات کې احتجاج

په همدې حال کې د سوات قامي جرګې په غوښتنه د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او فعالان د سېپټېمبر پر ۱۸مه د مینګورې نشاط چوک ته ورغونډ شوي ول او مظاهرهه یې وکړه.

د جرګې مشر مختیاز خان یوسفزي په خپله وینا کې تور پورې کړ چې "پوځ" سیمې ته وسله وال وربللي دي. دا هغه تور دی چې په وروستیو کې پوځ او حکومت په بیا بیا رد کړی دی.

د مینګورې احتجاج ته نوموړي په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو ویناګانې وکړې او په ګډه یې غوښتنه وکړه چې په سوات کې دې د امنیت بحالۍ لپاره "پولیسو ته زیات اختیارات" ورکړل شي.

دوی وویل، د امنیت د ټینګښت ذمه واري د ملکي انتظامیې ده نو باید زیات واک ولري.

د جرګې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د امنیت ټینګښت ذمه واري پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې یې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته وسپارلې.

په مینګوره کې یو کس د سېپټېمبر پر ۱۸مه د ناامنۍ ضد احتجاج ته وینا کوي.
په مینګوره کې یو کس د سېپټېمبر پر ۱۸مه د ناامنۍ ضد احتجاج ته وینا کوي.

په سوات کې په وروستیو کې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

په وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر، سوات، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، مومندو، اورکزیو او خيبر کې خلکو احتجاجي لاريونونه وکړل او د خپلو سيمو د امنيت لپاره يې غږ پورته کړ.

د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په بیا بیا ویلي چې امنیت ټینګولو ته ژمن دی او په هېڅ حال کې وسله والو ته د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG