د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ جرګې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د وسله والو قوي کېدو مخه ونیسي


د سيپتمبر په اتلسمه، د امنيتي چارواکو سره د باجوړ د خلکو جرګه
د سيپتمبر په اتلسمه، د امنيتي چارواکو سره د باجوړ د خلکو جرګه

د باجوړ ترکاني او اتمانخېلو قومي مشرانو د حکومتي او پوځي چارواکو سره په يوه جرګه کې غوښتنه کړې چې د وسله والو د بیا قوي‌کېدو مخنيوي لپاره دې پاخه ګامونه واخلي.

د سيپتمبر په اتلسمه د ترکاني او اتمانخیلو شریکه جرګه کې د کميشنرۍ انتظامیې، پولیسو او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

جرګې ته د وینا په وخت د سیمې یو مخور ملک شاهین وويل چې په باجوړ کې داسې اوازې دي چې وسله وال بيا په منظمېدو دي. هغه له امنيتي ادارو وغوښتل چې هېڅوک بايد د امنيت خرابولو ته پرينږدي. "اوس که یو څوک راځي او امن دوباره خرابول غواړي نو موږ به یې د مخنيوي لپاره [د امنيتي ادارو ت څنګ] لکه د پخوا په شان یو وار بیا سینه بسته ولاړ یو. یو وار بیا به هم ولاړ یو."

د اګست په شپاړسمه د باجوړ په سالارزو کې د خار بلدیاتي ناظم او د جمعيت علمای اسلم (ف) ځايي مشر، سید بادشاه پر ګاډي بمی چاودنه شوې وه. نوموړي او ملګرو ته یې څه زیان نه وو رسېدلی خو دوی د ځينو نورو سياسي ګوندونو د غړو سره يو ځای د اګست په ۱۹مه د احتجاج په توګه پرلت وواهه.

دا احتجاجي پرلت اته ورځې پس د پوځ او ځايي انتظامیې تر وعدو او امنيتي ډاډ ورکولو ورورسته د ۲۰ ورځو لپاره پای ته ورسيد. د سيپتمبر په ۱۶مه، د دې پرلتوالو مشرانو ادعا وکړه چې دوی سره ژمنې لا هم نه دې پوره شوې. په دغو کې د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر، نثار باز مشال راډيو ته وويل چې لا هم د ترهګرۍ پېښې نه دې ودرېدلې. هغه زیاته کړه چې دوی سره وعده شوې وه چې د حملو مخه به نيول کيږي خو داسې ونه شول.

د سيپتمبر اتلسمې په جرګه کې د پاکستان پیپلز ګوند باجوړ یو مشر اورنګزیب انقلابي د امنيتي ځواکونو افسرانو ته خپله ذمه واري ورياده کړه او وي ويل: "ستاسو چې کوم پاټک دی. پر هغه ما ودروئ او تالاشي کوئ مې. پوښتنه رانه کوئ چې له کومه ځایه راغلي او چرته ځي خو همدا پاټک بيا له شپږ بجو وروسته خالي پروت وي. تاسو دا سړک د ورځې مه ساتئ. د ماښام له شپږو د سهار تر ۷ یې وساتئ."

د باجوړ په جرګه کې د امنيتي ځواکونو مشرانو د ولسي ملاتړ غوښتنه وکړه
د باجوړ په جرګه کې د امنيتي ځواکونو مشرانو د ولسي ملاتړ غوښتنه وکړه

خو امنيتي چارواکو د باجوړ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دوی د امنيت لپاره ګامونه اخیستې چې ورسره حالات بهتره شوي دي. د باجوړ پوليسو ضلعي افسر عبدالصمد خان په جرګه کې وويل چې ولس باید ورسره مرسته وکړي.

هغه وويل: "مونږ ته تر ټولو لوی چېلنج د قلنګونو د مخنيوي دی. خلکو ته وسله وال د پيسو ورکولو لپاره فون کوي خو دوی موږ ته حال نه وايي. اوس موږ فیصله کړې چې د داسې هر ټيليفون د پلټنو لپاره به ايف ايي ار درجوو. نو تاسو بايد پوليس پر داسې مسايلو په وخت خبر کړئ چې مخنیوی یې وشي."

دغه جرګې ته د باجوړ سکاوټس بریګیډییر راو عمران هم ورغلی وو. هغه وويل چې بېلابېل امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي چې امنيت ورسره ښه شوی خو ځايي خلک بايد له امنيتي ادارو سره د حالاتو په بهترولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG