د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د امن لپاره پرلت د ۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوی


په باجوړ کې د ۲۰۲۲ز کال د اګست له ۱۹مې پيل شوي پرلت کې ځايي خلکو هلته د هدفي وژنو د مخنيوي او امنيت راوستو غوښتنه کوله.
په باجوړ کې د ۲۰۲۲ز کال د اګست له ۱۹مې پيل شوي پرلت کې ځايي خلکو هلته د هدفي وژنو د مخنيوي او امنيت راوستو غوښتنه کوله.

په باجوړ کې د اګست له ۱۹مې روان پرلت پرون ماښام (د اګست پر ۲۶مه) پای ته رسېدلی دی.

د پرلت مشرانو ویلي چې حکومت ته یې ۲۰ ورځې وخت ورکړی چې د دوی غوښتنې پوره کړي.

د پرلت یو مخکښ مولانا عبدالرشید د پرلت پای ته رسولو پر وخت وویل، دوی پوره مطمین نه دي خو بیا هم حکومت ته وخت ورکوي چې د پرلتوالو غوښتنې پوره کوي او که نه؟

"ماته ځواب راکړئ، چې کمېټۍ دا کومې خبرې کړې دي، ۱۰۰ فیصده مطمین زه هم نه یم، خو یو روایتي ډاډ ترلاسه شو، نو مشرانو چې کومه د ۲۰ ورځو لپاره عارضي پرېکړه کړې ده، که تاسو پر دې سلا یاست نو لاس پورته کړئ."

نوموړي زياته کړه چې که ۲۰ ورځې وروسته يې غوښتنې عملي نه شوې نو تر دې به له زياتو کسانو بيا پرلت وهي.

پرلتوالو حکومت ته په سيمه کې د امنيت راوستو لپاره ۱۲ غوښتنې اېښي دي. په دې غوښتنو کې د هدفي وژنو مخنيوی، په زوره د لادرکه شويو کسانو موندل او دا لړۍ درول او د قلنګ اخيستنې مخنيوی پکې شامل دي.

د پرلتوالو او حکومت ترمينځ پر شوي تړون د باجوړ د مرستیال کمېشنر او د پولیسو ضلعي مشر لاسلیکونه کړي دي.

دا احتجاج د اګست پر ۱۹مه پیل شوی وو چې پکې ګډونوالو يې د هدفي بریدونو او ناامنیو د مخنیوي غوښتنې کولې. په دې پرلت کې د سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو، قبايلي مخورو ، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د باجوړ د پرلت مشرانو ویلي، تر هغو چې ورته چارواکو په ضلع کې د امنیت پوخ ډاډ نه وي ورکړی، احتجاج ته به دوام ورکوي.

د باجوړ پرلتوال: د چارواکو لخوا د امنيت ټينګولو تر پاخه ډاډ پورې به په احتجاج يو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر سیاستوالان او مشران په نښه شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

پر باجوړ سربېره، د روان کال د جولای له پای راهیسې په شمالي وزیرستان، پېښور، سوات، کوز دیر او مومندو کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. دا ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې دي چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې مذاکراتو ته دوام ورکړی دی. هغې ناقانونه ډلې البته په وروستیو میاشتو کې په بریدونو کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي او وايي چې هغه اوربند ته ژمن دی چې له حکومت سره یې په جون کې تر نامعلومې مودې وغځاوه.

خو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې له ټي ټي پي پرته نورې وسله والې ډلې هم فعاله دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

د اطلاعاتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویل، د صوبايي حکومت او ضلعي انتظامیې چارواکو په باجوړ کې له پرلتوالو سره خبرو ته دوام ورکړی دی او ورته ډاډ ورکوي چې حکومت د امنیت ټینګښت ذمه وار دی.

ده وویل، حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره ځکه د سولې مذاکرات کوي چې ورسره په سیمه کې سوله وشي.

سیف د اګست په پیل کې هم مشال راډيو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG