د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې په بمي چاودنه کې د سکول يو استاد وژل شوی


د ژغورنې اداره وايي، پېښه د باجوړ په ماموندو کې شوې.
د ژغورنې اداره وايي، پېښه د باجوړ په ماموندو کې شوې.

د باجوړ په ماموندو کې په يوې بمي چاودنه کې د قاري شفیع الله په نوم د سکول يو استاد وژل شوی دی.

د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ له یوه بیان سره سم، پېښه د اپرېل۱۳مې پر سهار د ماموندو په بدان کې شوې ده.

رېسکيو ۱۱۲۲ وايي، قاري شفیع الله په زخمي حالت کې د باجوړ خار هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته یې سا ورکړه.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د باجوړ پولیسو ويلي، قاري شفیع الله سکول ته پر لاره وو چې د چاودنې ښکار شو.

پوليسو زياته کړې چې د پېښې پلټنې يې پيل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG