د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د جمعيت علما اسلام (ف) یو مشر قاري شفیع الله وژل شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د باجوړ په بدانو کې نامعلومو وسله والو د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې یو غړی قاری شفیع الله په ډزو وژلی دی.

د باجوړ پولیسو او د مرستیال کمېشنر دفتر مشال راډیو ته پخلی کړی چې دا کس نن (د اکتوبر لومړۍ نېټه) ماسپښین هغه مهال وژل شوی چې له کور سره نږدې مدرسې ته روان وو.

قاري شفیع الله د باجوړ د مشین کلا بدانو اوسیدونکی وو.

پولیس وايي، د پېښې ځای ته ور رسیدلي، پلټنه یې پیل کړې خو تر دې دمه یې څوک نه دي نیولي.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

په باوجوړ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند لخوا د روان کال په اګست میاشت کې د هدفي وژنو پر ضد پرلت هم شوی وو چې پکې د باجوړ عام ولس، سیاسي او ټولنیزو غړو او د ځوانانو تنظیمونو هم برخه اخیستې وه. دا پرلت چې د اګست پر ۱۹مه پیل شوی وو، له اتو ورځو وروسته د ځايي انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته د ۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوی و. پرلت والو پر حکومت دا شرط اېښی و چې د هدفي وژنو مخه به نیسي.

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر سیاستوالان او مشران په نښه شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG