د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت نسکور: کابل نړیوال هوايي ډګر ته زرګونه وګړي ورمات شوي


په کابل کې د طالبانو له لوري د ارګ تر نیولو وروسته د خلکو یو سېل د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د وتلو لپاره ورمات شوی دی. د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۶مې انځور.
په کابل کې د طالبانو له لوري د ارګ تر نیولو وروسته د خلکو یو سېل د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د وتلو لپاره ورمات شوی دی. د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۶مې انځور.

پر رسنیو او ټولنیزو شبکو خپاره انځورونه ښيي چې د اګست له ۱۵مې راهیسې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د افغانانو په ګډون د زرګونه بهرنیانو یو سېل ورمات دی او ګډوډي او بدنظمي ترسترګو کېږي.

له افغانستان د وتو په موخه د امریکا سفارت خپل ټول کارمندان د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی د ډېپلوماتانو او نورو کارکوونکو وتل روان دي. په دې ډله کې هغه افغانان هم راځي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال همکاري کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي، د دغو کسانو د لېږدولو لپاره د اګست پر ۱۶مه نېټه ملکي او پوځي الوتنې پیل شي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.

بلخوا تر ۶۰ زیاتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغو افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو ته دې اسانتیاوې برابرې شي چې له افغانستانه وتل غواړي.

د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، قطر او د بریتانیا په ګډون تر ۶۰ زیاتو نورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه کسان چې په افغانستان کې پر قدرت ولکه ټینګوي، د انسانانو د سر او مال د خوندیتوب ذمه واري به پر غاړه لري او افغانان د دې مستحق دي چې په امن او عزت کې ژوند وکړي.

طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ښار ته تر ننوتو وروسته شپې مهال ارګ ته دننه شول.

طالب وسله وال له هغه وروسته ارګ ته ننوتل چې ولسمشر محمد اشرف له هېواد پرېښود. د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.
طالب وسله وال له هغه وروسته ارګ ته ننوتل چې ولسمشر محمد اشرف له هېواد پرېښود. د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.

الجزیزې ټېلېوېژن د هغې غونډې وېډيو په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني یو ځانګړی ساتونکی طالبانو ته د ارګ د سپارلو په اړه خبرې کوي.

د غني دې ساتونکي چې نوم‌ یې په راپورونو کې جنرال امین یاد شوی، له ارګه وتل غوښتل، خو د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ورته وویل چې هم هلته پاتې شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پلازمېنې ته د طالبانو له ننوتو سره هممهاله په یوه ځانګړې الوتکه کې له هېواده ووت.

غني د اګست ۱۵مې پر ماخوستن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي، که له کابله نه‌ وی وتلی، نو هغه ښار به له یوه لوی ناورین سره مخامخ شوی وی او د وینې د سېلاب د مخنیوي لپاره ‌یې غوره وګڼله چې هېواد پرېږدي.

ده ویلي، "د تورې او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی او اوس د وطنوالو‌ د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسوول دي. مګر د زړونو مشروعیت دوی نه‌ دی ګټلی."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د وینې بهېدو مخنیوي لپاره یې هېواد پرېښود - انځور له ارشیفه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د وینې بهېدو مخنیوي لپاره یې هېواد پرېښود - انځور له ارشیفه.

ولسمشر غني ویلي، طالبان اوس له یوه نوي تاریخي ازمیښت سره مخامخ دي چې په خبره‌یې یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي.

په عین وخت کې افغان ولسي وګړي وېره لري چې کېدای شي طالبان د پخوا په څېر ظالمانه قوانین نافذ کړي او د ښځو حقونه ترپښو لاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وایي، که طالبان په نړیوالو توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه لري، باید د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

بلېنکن دا خبرې د اګست پر ۱۵مه په واشنګټن کې له (اې.بي.سي) نیوز ټېلېوېژن سره کړي. "که طالبان ریښتیا هم په نړیواله توګه په رسمیت پېژندنه غواړي او هیله لري چې ملاتړ یې وشي او بندیزونه ترې لیرې شي، باید د خلکو اساسي او بنسټیز حقونه مراعات کړي. که دوی په واک کې وي او دا کار و نه‌کړي، فکر کوم افغانستان به په یوه منفور هېواد بدل شي."

د افغانستان له ځینو ولایتونو د طالبانو د بشري سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم په خپل وروستي راپور کې دې سرغړونو ته اشاره کړې وه، خو طالبانو دا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش وايي، له طالبانو او نورو ډلو غواړي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له زغمه کار واخلي.

ده په عین حال کې غوښتنه کړې چې هغه ډلې دې، د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړي.

ګویتېرېش د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، ملګري ملتونه به د سوله‌ ییز جوړجاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراختیا لپاره ژمن پاتې وي. ګویتېرېش زیاتوي، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته دې درناوی وشي او همداراز، د ښځو او نجونو لاسته راوړنې دې خوندي شي.

XS
SM
MD
LG