د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ټول پوځيان له افغانستان وتلي او طالبانو د کابل هوايي مېدان کنټرول اخيستی


د امريکا سېنټرل کمانډ لخوا خپور شوی دا عکس د مېجر جنرل کرس ډوناهو دی چې وروستۍ امريکايي دی چې افغانستان پرېږدي.
د امريکا سېنټرل کمانډ لخوا خپور شوی دا عکس د مېجر جنرل کرس ډوناهو دی چې وروستۍ امريکايي دی چې افغانستان پرېږدي.

امریکا په افغانستان کې خپل نږدې ۲۰ کلن شتون چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه یادیږي پای ته ورساوه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مېکنزي د اګسټ پر ۳۰مه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

نوموړي وویل: "غواړم له افغانستانه زموږ د راوتلو او د امریکايي شهریانو، درېیمو هېوادونو وګړو او افغانانو د را ایستلو لپاره زموږ د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړم. وروستۍ سي ۱۷ الوتکه د اګسټ په دېرشمه د امریکا په وخت د ماسپيښين په درېیو بجو او ۲۹ دقیقو د حامدکرزي له نړیوال هوایي ډګر والوته."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې ګڼو نورو چارواکو هم د امریکايي ځواکونو د وروستۍ الوتکې د وتلو اعلان وکړ او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړل.

مجاهد په خپل ټوېټر ولیکل چې د شپې پر ۱۲ بجو (داګست ۳۰مې او ۳۱مې ترمنځ شپه) وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوايي ډګر ووتل.

له کابله د امریکا د وروستۍ پوځي الوتکې په جګېدو چې په ځایي وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې کېدې په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس شوې چې ګواکې طالب وسله والو د خوښۍ ډزې کړي.

امریکا بیا دا پوځي ماموریت د یوه خاص هدف لپاره پیل او د جنرال مېکنزي په خبره سر ته ورساوه:

"د نن شپې راوتل هم د خلکو د رایستلو د بهیر د پوځي ماموریت ختم او هم د نږدې شلو کلونو د ماموریت پای ته رسېدل په ډاګه کوي چې افغانستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر له ۱۱مې لږ وروسته پيل شو. دا ماموریت چې د القاعده مشر اسامه بن لادن او نور ګڼ ملګري یې په کې له منځه یوړل شول یو ارزانه ماموریت نه وو. د ۲۴۶۱ امریکايي عسکرو او ملکیانو په وژل کېدو او د څه باندې ۲۰ زرو د ټپي کېدو په بیه تمام شو. بدبختانه په دې شمېر کې د امریکا ۱۳ هغه پوځیان هم شامل دي چې تېره اوونۍ د یوه داعش انتحاري بریدګر په برید کې ووژل شول."

ښاغلي مېکنزي ډاډ ورکړ چې د هغو کسانو د را ایستلو لپاره به ډیپلوماټان فعاله پاتې وي چې غوښتنلیکونه یې ورکړي دي.

په ټوله کې امریکا او نورو ایتلافي ځواکونو وروسته له هغه له افغانستانه د خپلو خلکو او افغان همکارانو د ایستلو چټک بهیر پيل کړ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

جنرال کېنېټ مېکنزي
جنرال کېنېټ مېکنزي

امریکا او ایتلاف له ۱۲۳۰۰۰ زیات کسان په شااوخوا دوو اونیو کې له افغانستانه وایستل.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مېکنزي د خلکو د را ایستلو د بهیر وروستي جزییات هم شریک کړل، خو ویې ویل ښايي شمېر يې راتلونکو ورځو کې لږ بدل شي.

مېکنزي زیاته کړه: "د اګسټ له ۱۴مې د امریکا پوځي الوتکو څه باندې ۷۹ زره ملکیان د حامدکرزي له نړیوال هوايي ډګره را وایستل. په دې کې ۶۰۰۰ امریکایان هم شامل دي او څه باندې ۷۳ زره نور یې افغانان او د درېیمو هېوادونو اتباع دي. په ټوله کې بیا امریکا او د ایتلاف الوتکو په ګډه ۱۲۳ زره ملکیان را وایستل.

طالبانو د کابل هوايي ډګر کنټرول اخيستی

له کابله د وروستی پوځي الوتکې تر وتو وروسته طالبانو د کابل نړیوال هوایي ډګر بشپړ کنټرول کړی دی.

د لاس اينجلس ټایمز ورځپاڼې ویډیو کې ښوول کیږي چې طالبان د کابل هوايي مېدان ته ورننوځي او هغه الوتکه ګوري چې ښايي امریکایي سرتېرو پرې اېښې وي.

بل خوا د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې هغه ټول الات يې چې دوی پرې اېښې ول ناکاره کړي دي.

امریکا داسې وخت له افغانستان ووتله چې طالبان له پنجشیره پرته په ټول افغانستان ولکه لري.

۲۰ کاله دمخه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په اصل کې د القاعده د ځپلو لپاره افغانستان ته ورغلل خو د طالبانو رژیم یې هم ور ړنګ کړ.

"په افغانستان کې سندره خاموشه شوې"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:30 0:00

د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقته، انتقالي او جمهوري دوره پیل شوه او ترهغه نږدې ۱۴ کاله وروسته واک د انتخاباتو له لارې محمد اشرف غني ته ورسېد.

ښاغلی غني تر نږدې اته کالو ولسمشرۍ بلآخره د اګسټ پر ۱۵مه د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته افغانستان پرېښود او اوس د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې مېشت دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG