د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني مذهبي ګوندونه د طالبانو ملاتړ ولې کوي؟


طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.
طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

د پاکستان ځینو مذهبي او سیاسي ګوندونو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خوښۍ څرګندونه کړې او دا یې یوه لویه بریا بللې ده.

د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسې ته په وینا کې وویل چې د طالبانو په واک کې راتلل به د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه ګام ثابت شي.

د یاد ګوند سېنېټر مولانا عطاوالرحمان د سېپټېمبر پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې یې د دې ورځې لپاره له ډېره وخته مبارزه روانه وه.

ده وویل، "په دې کې څه شک نشته چې موږ په افغانستان کې د طالبانو د راتګ حمایت کوو. موږ له ډېر وخته د طالبانو او مجاهدینو ملاتړي یو. دا خو واضحه خبره ده او موږ داسې فکر کوو چې د طالبانو له حکومت سره به افغانستان پر مخ لاړ شي او باید نړۍ یې مرسته وکړي او په رسمیت یې وپېژني."

د جماعت اسلامي ګوند د بهرنیو چارو مشر اصف لقمان قاضي وایي د ګوند لومړیتوب یې د افغانستان امن دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل: "په افغانستان کې زموږ د ګوند لومړیتوب امن دی، هلته سیاسي استحکام غواړو. دا تر ټولو لومړی خبره ده."

د ده په وینا، "دویمه دا چې اوس کوم زمیني حقایق دي، د هغې مطابق دې حکومت جوړ شي، خو باید دا یو مضبوط حکومت وي او هغه تېروتنې تکرار نشي لکه څنګ چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته په افغانستان کې یو کمزوری حکومت جوړ شوی وو."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر ملاتړ کوونکو پاکستانیو ګوندونو پر ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې هم کېږي.

پر دوی تنقید کوونکي تپوس کوي چې دا ګوندونه که په پاکستان کې د ووټ په ذریعه واک او حکومت تر لاسه کول غواړي نو بیا ولې په افغانستان کې د یو داسې نظام مرسته کوي چې د ټوپک په زور راغلی دی؟

طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابینې د اعلان پر وخت وویل، د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو پوه او لیکوال عبدالهادي مایار د سېپټېمبر پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو او د جمعیت علما اسلام په ګډون د پاکستان د مذهبي سیاسي ګوندونو ترمنځ ډېر نېږدې تړاو دی.

ده وویل، له طالبانو سره د مذهبي ګوندونو تړاو څه پټه خبره نه ده او دلته جهادي مدرسې جوړې شوې دي.

د ده په وینا، د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشید احمد پر ټېليويژن تر دې پورې وویل چې د مدرسو نصاب به هم د یو مقصد لاندې تیارېدو."

ده وویل، "دا یو سیاسي پروژه ده. چې کله په ۱۹۹۶ز کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی او دوی په دې پوه شول چې د ټوپک په زور د حکومت راوستل او قبضه کول خو یوه اسانه لاره ده نو مولانا فضل الرحمان په هغه وخت کې باقاعده اعلان وکړ چې د نن نه پس یې پارلېماني سیاست پرېښود او د طالبانو غوندې د اسلامي نظام لپاره به کوششونه کوي. دا د هغه وخت په ورځپاڼو کې شته خو هغه ته ډېر زر وویل شول چې دغه پروژه د پاکستان لپاره نه ده، نو هغه چپ شو."

د پاکستان ځېنې سیاسي ګوندونه، په ځانګړې توګه پیپلز ګوند غوښتنه کوي‌ چې حکومت دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د بحث لپاره پارلېمان ته وړاندې کړي.

د سیاسي چارو پوه ډاکټر محمد تقي وایي، یوازې د پاکستان مذهبي ډلې نه بلکې نورې سیاسي یا ریاستي ډلې هم په افغانستان کې په ښکاره او یا په پټه د طالبانو مرسته کوي.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل، "د افغانستان په اړه د پاکستان عسکري استخباراتي ادارې او زیاتره سیاستوال ټول یو دي. په مولانا فضل الرحمان او عمران خان کې داسې هیڅ فرق په دې لحاظ نشته چې دواړه په اسلام اباد کې جمهوریت غواړي او په کابل کې شریعت."

ډاکټر تقي زیاته کړه، لکه څنګه چې بريتانیا تر ۱۹۱۹ز کاله د افغانستان د بهرنیو چارو پالیسي په خپل کنټرول کې ساتلې وه، هم داسې یې د ده په وینا،‌پاکستان هم ساتل غواړي.

ده وویل، "تاسو خپله اوس وکتل چې د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید کابل ته لاړ، نو دوی هم کابل ته په هغه نظر ګوري. او مولانا فضل الرحمان هم د هغه نظر او فکر ملاتړی دی، مولانا د هغه فکر سالار نه دی بلکې دی يې یو سپاهي دی."

کابل ته د جنرال فیض حميد سفر پر ټولنیزو رسنیو تود بحث پارولی وو او یو شمېر رسنیو دا سفر په کابل کې د طالبانو د حکومت له جوړښت سره هم تړلی وو.

د پاکستان حکومتي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو په راتلو کې څه رول نه لري.

XS
SM
MD
LG