د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا صوفي محمد ومړ


د خیبر پښتونخوا په سېلانۍ سیمه سوات کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد د ۹۲ کالو په عمر په پېښور کې ومړ.

وړاندې د هغه د کورنۍ ځینو سرچینو د امریکا غږ ډیوه راډيو ته ویلي ول چې صوفي محمد د پښتورګو ناروغي لرله او په پېښور کې له خپلو زامنو سره اوسېدلو.

صوفي محمد څوک وو؟

صوفي محمد په ملاکنډ ډویژن اوسېدونکی وو. هغه په ۱۹۹۲ز کال د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم د تندلارو یوه ډله جوړه کړې وه چې د” تور پټکیانو“په نوم هم یادېدلو.

د یولسم سېپټمېبر (۹/۱۱ ) تر ترهګرو بريدونو پس چې کله امریکا په افغانستان کې د اسامه بن لادن او د هغه ډله القاعده وهلو او هلته د طالبانو رژیم نسکورولو لپاره خپل ځواکونه ولیږل نو په هم هاغه مهال صوفي محمد له سوات، دیر، باجوړ، بونېر او مومندو څخه په زرګونو وسله وال په افغانستان کې د امریکا پروړاندې جنګېدو لپاره بیولي ول. په هغو کې په سلګونه وژل شوي او ډېری پکې بيرته خپلو سیمو ته تښتېدلي او د ګڼو پکې پته هم و نه لګېدله.

افغانستان کې د طالبانو له ماتې پس پاکستان ته له ګرځېدو سره مولانا صوفي محمد ونیول شو او تر ۲۰۰۸ز کاله په زنداني وو. په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل پارټۍ د حکومت پر مهال هغه د یوه تړون له مخې پرېښودل شو چې په په سوات کې هغه مهال واکمن سختدریځي وسله وال طالبان له حکومت سره روغې ته کښېنوي.

په ۲۰۰۹ز کال کې صوفي محمد له حکومت سره ژمنه وکړه چې خپل زوم مولانا فضل الله او د هغه ملګري به له حکومت سره خبرو ته کښېنوي خو د همدې کال په اپرېل میاشت کې له خپل تړونه پر شا شو او تور یې ولګاوه چې حکومت په ملاکنډ کې د شرعي نظام نافذولو په کار کې ځنډ کوي.

د تحریک نفاذ شريعت محمدي مشر د ۲۰۰۹ز کال پر ۱۹م اپرېل جمهوریت یو غېر-اسلامي نظام وګرځولو او له حکومته یې وغوښتل چې په څلورو ورځو کې دننه دې د ملاکنډ ډیويژن د عدالتونو ججان لیرې او پرځای دې یې اسلامي محکمه دارالقضاء جوړه کړي.

د ۲۰۱۹ز کال پر درېم جون ۲۰۰۹ز کال کې پاکستانيو امنیتي ځواکونو صوفي محمد د کوز دیر له اوماندرې سیمې څخه ونیولو او هغه یې په پولیس تاڼه د برید، د ریاست پرضد د سازش او د ترهګرو لپاره د پیسو راټولولو په جرمونو کې د پېښور مرکزي زندان ته واچولو.

خو د ۲۰۱۸ ز کال پر اتمه جنورۍ د پېښور صوبايي عدالت د هغه د ضمانت خواست ومنلو او بيا له زندانه خوشې کړل شو.

وروستو د پاکستان امنيتي ځواکونو د ۲۰۰۹ز کال پر ٢٦م جولای صوفي محمد له خپلو درېوو زامنو سره یوځای د پېښور له سیټي ټاون څخه نيولى وو.

صوفي محمد د سوات طالبانو د وژل شوي مشر ملا فضل الله خسر/سخر وو او د صوفي محمد د بند پر مهال ملا فضل الله د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشري پر غاړه لرله.

صوفي محمد د خیبر پښتونخوا د دير په مېدان سيمه کې زوکړی وو او وروستو يې د سوابۍ/صوابۍ له پنج پير سيمې څخه مذهبي زده کړې کړې وې.

په ١٩٨٠ز کال صوفي محمد د پاکستان په يو مذهبي ګوند جماعت اسلامي کې فعاله برخه لرله خو وروستو په ١٩٩٢ز کال کې هغه له دغه ګونده لارې بېلې کړې او د تحريک نفاذ شريعت محمدي بنياد يې کښېښود.

راپور: د ډیوه راډيو

اېډیټ: قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG