د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان هدفي بريدونه: پرلتوالو مرکزي لارې او تجارتي مرکزونه بېرته تړلي


د شمالي وزيرستان قبايلي مشران او ځايي اوسېدونکو د جولای له ۱۷مې هلته د هدفي بريدونو خلاف پرلت وهلی دی. د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۳۱مې انځور
د شمالي وزيرستان قبايلي مشران او ځايي اوسېدونکو د جولای له ۱۷مې هلته د هدفي بريدونو خلاف پرلت وهلی دی. د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۳۱مې انځور

په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ضد روان پرلت او هړتال د ۲۴ ساعتونو تر دمې وروسته بېرته پيل شوی دی.

د پرلت مشرانو د اګست پر اتمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا حکومت له اړخه له بنو او لکي مروتو ورغلې جرګې سره یې خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

پرلتوالو د اګست پر درېیمه د اتمانزیو جرګې پر غوښتنه د شمالي وزيرستان په میرلي، شوه، سپینوام، میرامشا، رزمک دېګان، دته خېل او غلام خان کې د احتجاج په توګه مرکزي لارې او بازارونه تړلي ول.

پرلتوالو د اګست پر اوومه نېټه له حکومتي جرګې سره تر خبرو وروسته د ۲۴ ساعتونو لپاره لارې او بازارونه پرانيستلي ول.

د شمالي وزیرستان د پرلت یو مخکښ احمد الدین د اګست پر اتمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د حکومتي جرګې مشرانو د هدفي وژنو درېدو، په دې کې د ککړو کسانو د نيولو او هلته د امنيت ټينګولو اطمینان ورنکړای شوای نو ځکه یې له نن (د اګست له نهمې) څخه د شمالي وزیرستان ټولې داخلي او خارجي لارې تړلي دي.

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته ویلي ول، هيله من دی چې ژر به له پرلتوالو سره مذاکرات کامیابه شي.

شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: پرلتوالو ټولې لارې او تجارتي مرکزونه تړلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

دا پرلت د جولای پر ۱۷مه د ميرلي په عيدک سيمه کې پيل شوی وو او د جولای پر ۲۹مه ميرامشا ته هم وغځېد.

پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د جولای پر ۱۴مه په ميرلي کې په يو هدفي برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان ووژل شول. پرلتوال وايي چې هغوی د دې وژنو په شمول د "ټولو وژل شويو حساب" غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې څو ځلې له پرلتوالو سره خبرې کړې او هغوی ته يې د امنيت ټينګولو باور ورکړی خو پرلتوال وايي تر هغو چې د هدفي وژنو بريدګر نه وي نيول شوي او انتظاميې ورته د امنيت ټينګولو "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی، پرلت ته دوام ورکوي.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د پولیسو له کړنو مطمین نه دي. تر دې مخکې هم په شمالي‌ وزیرستان کې په بیا بیا د هدفي‌ وژنو پرضد احتجاجونه، پرلتونه او لاریونونه شوي‌.

تر دې وړاندې پوليسو ويلي ول چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال هغه اووه مشکوک وسله وال وژلي دي چې د جون پر ۱۹مه یې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو فعالانو په وژنه کې لاس درلود.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه ادعا کړې وه چې د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د "وسله والو واکمني يا راج" دی، خو صوبايي حکومت دا تورونه رد کړي او وايي چې که په "منظم يا غيرمنظم ډول" وسله وال راپورته شي نو دوی به يې پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۸ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG