د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر ضلع کې د وسله والو بريد کې لږترلږه ۵ سرتېرې ژوبل شوي


یو امنيتي سرتېرې په خيبر ضلع کې په يوه پوسته کې ناست دی. د ۲۰۰۸ز کال د ډېسېمبر درېیمې انځور
یو امنيتي سرتېرې په خيبر ضلع کې په يوه پوسته کې ناست دی. د ۲۰۰۸ز کال د ډېسېمبر درېیمې انځور

د خيبر ضلعې چارواکي وايي، وسله والو د مليشې ځواک پر پوسته بريد کړی چې پکې لږترلږه پینځه سرتېرې ژوبل شوی دي.

يوه امنيتی چارواکي چې له رسنيو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۱۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې د اګست پر نهمه شپې مهال وسله والو د جمرود په ګودر سيمه کې پر پوسته لاسي بم وغورځاوه او د پېښې له ځای څخه وتښتېدل.

د نوموړي په خبره، په حمله کې ژوبل سرتېري د درملنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم حکومت څوک تورن کړي دي.

په وروستیو کې په خيبر کې پر پولیسو او ملېشه ځواک بريدونه زیات شوي دي.

تر دې وړاندې وسله والو د جولای پر ۲۲مه د باړې په قمبر خېلو کې د پولیسو يو سب انسپېکټر انداز ګل اپرېدي وژلی وو. د جولای پر ۱۶مه هم د خيبر د باړې په شلوبر کې وسله والو پر يوه امنيتي پوسته برید کړی وو چې پکې دوه پولیسان ووژل شول.

د خیبر پولیسو مشر محمد عمران مشال راډيو ته ويلي ول چې په ضلع کې یې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG