د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا د امنيت پر موضوع جرګه ورغواړي


عوامي نیشنل ګوند د ۲۰۲۰ز کال هم د پښتون قامي جرګې په نوم غونډه جوړه کړې وه.
عوامي نیشنل ګوند د ۲۰۲۰ز کال هم د پښتون قامي جرګې په نوم غونډه جوړه کړې وه.

عوامي نیشنل ګوند ويلي چې د سيمې د امنیت پر موضوع يې د اګست پر ۱۶ مه په پېښور کې د سیاسي او ولسي مشرانو یوه جرګه وربللې ده.

د ګوند د خیبر پښتونخوا عمومي سېکرټر سردار حسین بابک د اګست پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې جرګه د خيبر پښتونخوا په سوات، کوز دیر او قبایلي ضلعو کې د وسله والو د مبینه فعالیتونو د مخنیوي په خاطر ورغواړي.

نوموړي زیاته کړه چې د پښتون قامې جرګې په نوم د دې غونډې لپاره يې وار له مخه تیاری پیل کړی چې پکې به د پښتنو سیاسي ، مذهبي او ولسي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکوي.

عوامي نیشنل ګوند د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې هم یوه جرګه جوړه کړې وه چې پکې یې پښتنو ته پر ورپېښو مسلو بحث کړی وو.

په وروستيو کې په کوز دير او سوات کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. په کوز دير کې د اګست پر شپږمه وسله والو د ملک لیاقت علي خان پر لوی ګاډي ډزې کړې وې چې پکې د هغه د ورور محمد عالم او وراره محمد یاسر په ګډون څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري هېچا نه ده منلې.

تر دې پېښې دوه ورځې وروسته د اګست پر اتمه نېټه د سوات د مټې په شور او سردان غرونو کې د مشکوکو وسله والو پرضد په عملياتو کې د ډی اېس پي پیر سيد په ګډون څلور پوليسان ټپي شوي ول. پولیسو هغه مهال په بیان کې دا نه ول ویلي چې د کومې ډلې وسله والو ضد یې عملیات کول.

اخوا د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت په سیمه کې د وسله والو "له هلوځلو خبر" دی او پر ضد یې د کارروایۍ لپاره تياری کوي. نوموړي البته د اقداماتو د نېټې او څرنګوالي تفصيل ور نه کړ.

د دې ترڅنګ هلته په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو پرضد پرلت دوام لري.

احتجاجي ناسته د جولای پر ۱۴مه په ميرلي کې په يو هدفي برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان تر وژنې وروسته پیل شوه. پرلتوال وايي چې هغوی د دې وژنو په شمول د "ټولو وژل شويو حساب" غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې څو ځلې له پرلتوالو سره خبرې کړي او هغوی ته يې د امنيت ټينګولو باور ورکړی خو پرلتوال وايي تر هغو چې د هدفي وژنو بريدګر نه وي نيول شوي او انتظاميې ورته د امنيت ټينګولو "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی، احتجاج ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG