د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت د علي وزیر په اړه د یوې قضیې فیصله محفوظه کړې


یوشمېر کسان د علي وزیر د خوشې کولو لپاره د مظاهرې پر مهال - انځور له ارشیفه.
یوشمېر کسان د علي وزیر د خوشې کولو لپاره د مظاهرې پر مهال - انځور له ارشیفه.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت په یوه قضیه کې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ غړي علي وزیر په اړه پرېکړه محفوظه کړې او په دویمه قضیه کې یې د هغه د ضمانت درخواست په اړه هم فیصله محفوظه کړې ده.

عدالت د اګست پر څلورمه د ۲۰۲۰ز کال د سهراب ګوټ جلسې پر مهال په دایره شوې مقدمه کې پر علي وزیر د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونو جاج واخیست او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.

د وزیر وکیل قادر خان د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې عدالت ویلي دي چې د هغې قضیې فیصله د اګست پر ۱۹مه اوروي.

دی وايي، هغه مقدمه د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر اوومه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پي ټي اېم تر جلسې یوه ورځ وروسته درج شوې وه چې پکې تور پورې شوی دی چې وزیر په خپل وینا کې د پاکستان د ادارو، پوځ، رېنجرز ځواب او پولیسو پرضد له کرکې ډکه وینا وکړه.

پي ټي اېم، او د علي وزیر وکیل په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، وزیر له قانون او ایین سره سم، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه وزیر د سهراب ګوټ په قضیه کې ګرفتار کړ او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره. سیند های کورټ په هغه قضیه کې د وزیر ضمانت رد کړی وو خو د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ ورته د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۳۰مه ضمانت ورکړی وو. البته پر وزیر نورې مقدمې هم درج شوې وې نو ځکه له زندانه خوشې نه شو.

قادر خان وايي، د اګست پر څلورمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت په یوه بله مقدمه کې د وزیر د درخواست په اړه پرېکړه محفوظ کړې او وايي، د اګست پر ۱۸مه یې اوروي.

د ده په خبره، هغه مقدمه په ۲۰۱۸ز کال کې د کراچۍ په په بوټ بېسن تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی مخکښ غړی محسن داوړ، او د پي ټي اېم بل مخکښ مزمل شاه په ګډون د غورځنګ یوشمېر فعالانو نومونه شامل ول.

قادر خان وايي، په هغه مقدمه کې تور پورې شوی چې وزیر په ۲۰۱۸ز کال کې د سهراب ګوټ د جلسې د کیمپېن لپاره د کراچۍ بوټ بېسن سیمې ته تللی وو او هلته یې د ریاست ضد وینا او د خلکو پارولو هڅه کړې وه. پولیسو په هغه مقدمه کې د روان کال په مې میاشت کې عدالت ته د وزیر ګرفتاري په ډاګه کړه او نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.

په کراچۍ کې له دې پرته هم پر علي وزیر نورې مقدمې دایرې شوې دي او قضیې یې روانې دي چې پکې ورته تورونه پورې شوي.

قادر خان وايي چې د سیند های کورټ د ۲۰۱۸ز کال د شاه لطیف ټاون په مقدمه کې وزیر ته ضمانت ورکړی او د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال د جولای پر ۱۵مه د ۲۰۱۹ز کال د سهراب ګوټ په قضیه کې د وزیر د ضمانت غوښتنلیک منظور کړ.

پي ټي اېم د وزیر د خوشې کولو لپاره د کراچۍ په ګډون د پاکستان په یوشمېر لویو او وړو ښارونو کې څو ځلې مظاهرې او جرګې کړې دي او د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې یې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی وو چې د وزیر د خوشې کولو په اړه یې د صوبايي حکومت تر لیکلي ډاډ وروسته ختم کړ.

XS
SM
MD
LG