د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟


د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:38 0:00

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر ۱۵مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د ضمانت درخواست رد کړ. پر نوموړي د رياست او ریاستي ادارو پرضد له کرکې ډکې ويناګانو تور دی چې هغه یې ردوي. د علي وزیر پرضد جوړې مقدمې د پاکستان د مهمو سیاسي مسلو په توګه یادېږي او د بشري حقونو سازمانونو په بیا بیا پر حکومت غږ کړی چې هغه خوشې کړي. پښتون ژغورنې غورځنګ هم د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې د علي وزیر د خوشې کېدو د غوښتنې لپاره د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی چې لا هم دوام لري. پوښتنه دا ده چې د علي وزیر پرضد مقدمه سياسي که قانوني انګېزه لري؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG