د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير د ضمانت اورېدنې بيا وځنډيدې


د علي وزير تصویر د هغه په غياب کې په اسمبلۍ کې د هغه پر چوکۍ ايښوول شوی (انځور له ارشيفه)
د علي وزير تصویر د هغه په غياب کې په اسمبلۍ کې د هغه پر چوکۍ ايښوول شوی (انځور له ارشيفه)

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر او قامي اسمبلۍ د غړي، علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنې بیا ځنډولې دي.

د علي وزیر وکیل قادر خان د جولايي په څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو له خوا د رپورټ نه وړاندې کېدو له کبله عدالت د دواړه مقدمو اورېدنې وځنډولې. هغه زیاته کړه: "د علي وزیر نن په دوه عدالتونو کې د ضمانت درخواستونه وو. د پورټ پېسن تاڼې په مقدمه کې د پولیسو رپورټ نه وو نو بله اورېدنه د جولای پر شپږمه او په بله مقدمه کې هم پولیس رپورټ نه وو او د جولای ۱۹مه یې بله نېټه ورکړې ده."

قادر خان وویل چې پر علي وزیر په پاتې دې دوو مقدمو کې پر یوې دوې میاشتې او پر بله یوه میاشت اورېدنه نده شوې.

پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو نورو مشرانو په ۲۰۱۹ کال کې په سهراب ګوټ تاڼه کې د پاکستاني رياست پر ضد د خلکو د پارونې او امنيتي ځواکونو د بدنامولو مقدمه درج شوې وه. د هغه وکيل دا بې بنياده بولي او وايي علي وزیر د پاکستان د ايين له مخې د بيان ازادۍ له حقه په ګټه اخیستو د پښتنو د حقونو خبره کړې او څوک یې نه دې پارولي.

تر دې مخکې هم د علي وزير مقدمو اورېدنې ځنډيدلې وي. قادر خان د جون په ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت ويلي وو چې په ۲۳ جون به خپله محفوظ کړې پرېکړه اوروي خو بيا یې د جون ۲۸مې ته وځنډوله. د هغه په خبره په دې ورځ هم دا پرېکړه وانه ورول شوه او بل عدالت ته منتقل شوه.

قادر خان زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې دا فیصله ځکه وانه ورول شوه چې جج يا قاضي نه وو. علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. عدالت په دوو مقدمو کې علي وزير ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې.

علي وزير د جون پر ۲۰مه ماښام مهال د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښار سرکاري جناح روغتون ته لېږدول شوی وو. د روغتون یو ډاکټر، چې د موضوع حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، پر همهغه شپه مشال راډيو ته ويلي ول چې علي وزير د ملا درد، د وینې فشار او د پښتورګو ناروغي لري او دا مهال يې په روغتون کې طبي ازموينه او درملنه روانه ده.

خو علي وزير د جون ۲۲مې پر ماخوستن د احتجاج په توګه له روغتونه بهر ووت او و یې ويل چې هلته يې "ژوند خوندي نه" دی. پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې علي وزير په لوڅو پښو ولاړ دی او له چارواکو غوښتنه کوي چې نوموړی دې بېرته زندان ته ولېږدوي. نوموړي ويلي، د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د هغه د ګډون امر هم شوی دی، نو که چارواکي یې زندان ته لېږدول نه غواړي نو د قامي اسمبلۍ د سپيکر پر امر دې عمل وشي.

XS
SM
MD
LG