د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د جون پر پنځمه په واڼه کې جلسه کوي


منظور پشتين د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې جلسې ته وينا کوي (انځور له ارشيفه)
منظور پشتين د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې جلسې ته وينا کوي (انځور له ارشيفه)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر لسمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې په دې جلسه کې به خپلو وژل شویو ملګرو ته عقیدت وړاندې کوي او د بندي ملګرو لپاره به غږ پورته کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو وژل شویو غړو د تلین، بندي ملګرو د خلاصون او یو شمېر نورو غوښتنو لپاره د جون پر پنځمه نېټه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د لویې احتجاجي جلسې اعلان کړی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر لسمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې په دې جلسه کې به خپلو وژل شویو ملګرو ته عقیدت وړاندې او د بندي ملګرو لپاره به غږ پورته کړي. نوموړي زیاته کړه: "په دې جلسه کې به د مې پر دویمه د سردار عارف وزیر شهید، د مې پر ۲۶مه د خړ کمر د شهیدانو او د جون پر دریمه په واڼه کې د وژل شویو شهیدانو تلین لمانځل کېږي او د بندي ملګرو لپاره غږ پورته کېږي او په دې کې موږ د ټولو ګوندونو مشرانو او ځايي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکوو."

پيپلز ګوند سره بیا خبرې کوو او وریادوو چې خپلې وعدې پوره کړي
منظور پښتين

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ له ۱۳مې نېټې د مارچ تر اتمې نېټې د سيند اسمبلۍ مخې ته د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو د خوشې کېدو لپاره پرلت وهلی وو.

له منظور پښتین څخه مو وپوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه څه باندې درې اونۍ پرلت څه نتیجه ورکړه او که نه؟ نوموړي وویل، هغه پرلت یې د پیپلز ګوند له خوا د یو شمېر وعدو په بدل کې ختم کړی خو د ده په وینا، د نتیجې په توګه یوازې یو داسې ججه لرې کړل شوې وه چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره به یې توپیري چلند کاوه. نوموړي وویل چې له هغه وروسته بیا له دوی سره پر کړو ژمنو د عمل کولو لړۍ ورو شوه.

هغه زیاته کړه: "چې د پرلت پر ختمېدو یوه میاشت واوښته نو پیپلز ګوند بیا بیا موږ ته بلنه راکوله چې راشی چې پر پاتې مسلو خبرې وکړو. په دې وخت کې علي وزیر هم په اسلام اباد کې وو او موږ هغه له ځان سره په مذاکراتي ډله کې شامل کړ او د پیپلز ګوند مشر او نورو غړو سره مو ناسته وشوه. دوی ژمنه وکړه چې له اختره وروسته به د سیند حکومت یوه ډله جوړوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه سره کښېني او د هغوی غوښتنې پوره کړي."

منظور پښتین وویل، اوس چې اختر تېر شوی دی نو دوی به له پیپلز ګوند سره بیا رابطه کوي چې د ده په وینا، هغه خپلې وعدې ورته یادې کړي.

پښتانه ملت پال وايي د ریاستي ادارو خلاف بیانونه او یا هم پر هغوی نیوکې د ملک نورو سیاستوالو هم کړې دي خو د دوی په وینا، په زندان کې یوازې علي وزیر ساتل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نشنل ګوند او ملي جمهوري غورځنګ هم دریځ لري چې له علي وزیر سره توپیري چند روان دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ نه یوازې د اوسني حکومت ملاتړ کړی بلکې له وزیراعظم شهباز شریف سره په رسمي ناسته کې هم نژدې لیدل کېږي. له نوموړي څخه مو وپوښتل چې ایا دوی له اوسني حکومت څخه دا تمه لري چې علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي به خوشي کړل شي؟ نو هغه وویل، " تمه خو تر یو څه حده په کار ده، معلومه به شي، چې نه کېږي هغه به هم ښکاره شي او که کېږي هغه به هم ښکاره شي نو اوسمهال لا څه وخت ورکوو چې اندازه وشي چې ردعمل یې څه دی؟"

د واکمن مسلم لیګ نواز ډلې مخکښ چودري محمد بشیر مشال راډیو ته وویل، دوی ګڼې چې له علي وزیر سره امتیازي سلوک کېږي او دوی به یې د خوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي. هغه زیاته کړه، "له هغه سره زیاتی روان دی، موږ به هغه پارلمان ته راولو او له هغه سره به انصاف کېږي، د دې که څه هم ډېر اړخونه دي چې غور ورباندې په کار دی، عدالتونه به هغه ته رعایت ورکوي او موږ هم په سیاسي توګه پوره هڅه کوو چې هغه خوشي شي."

په اوسني حکومت د شریک پیپلز ګوند مخکښ فیصل کریم کنډي مشال راډیو ته وویل چې دوی له علي وزیر سره د انصاف ملاتړ کوي. ده زیاته کړه چې، "دا مسله اوس په عدالت کې ده، د ده وکیل به دا ثابتوي چې ده د ریاست خلاف خبرې نه دي کړي او د سیند حکومت د ده خلاف نه دی عدالت ته تللی، ادارې تللې دي او هغوی به دا ثابتوي چې ده دا کار کړی دی، نو دا اوس د عدالت کار دی، د عدالت په کار کې موږ خبره نشو کولای خو موږ په سیاسي توګه همدردي ورسره لرو، د سیاستوالو مسلې به سیاستوال هواروي، نورې ادارې یې نشي هوارولای."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان د ولس پارلماني استازی علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر له ۱۶مې په دې تور د کراچۍ په زندان کې بندی دی چې د ریاست خلاف یې وینا کړې وه. خوعلي وزیر وايي، د ریاست خلاف نه بلکې د پاکستان په ایین کې دننه یې د پښتون قام د حقونو خبره کړې وه او بیا به یې هم کوي.

XS
SM
MD
LG