د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندي علي وزیر مېرمن: کور مې ړنګ دی چې علي نشته


علي وزیر
علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر او پارلېمان غړي علي وزیر مېرمن، سایره علي له يو کال راهیسې د هغه د راتګ په انتظار ده. هغې له مشال رېډيو سره په ژړا ژړا کړو خبرو کې وويل چې مايوسي او غم یې دومره ډېر دی چې د ځانوژنې فکر ورغلی.

سایره علي د نومبر پر اتلسمه وويل: ((کور مې ړنګ دی چې علي نشته. دومره ډېره غصه راځي چې کله کله خو فکر کوم چې خودکشي وکړم. نه پوهېږم چې ده څه کړې دي چې موږ یې داسې تباه کړو او دی په جيل کې ساتي. څه ۳۰۲ (د قتل کېس) کې خو یې نه دی نیولی. یوازې يو څو خبرې یې کړې دي. هغه خو هر څوک کوي.))

پي ټي اېم نه کوتک راخیستی نه ټوپک. ګولۍ وروونکو سره خبرې کيږي او علي په زندان کې دی
محمود خان اڅکزی

علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال له دیسمبر راهیسې په کراچۍ کې په زندان کې دی. هغه په سهراب ګوټ‌کې د کړي هغه تقریر له وجې نيول شوی چې نوموړي پکې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وي چې د ټولو وسله والو پرضد يو شان عمليات نه کوي او په سیاست کې ګوتې وهي. پوځ دا دواړه تورونه ردوي.

د علي وزیر مېرمن سایره علي وزیر مشال رېډيو ته وويل چې دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته خواست کړی وو چې د مېړه لپاره یې غږ پورته کړي. اڅکزي همداسې کړي دي. هغه د نومبر په ۱۷مه په کوټه کې په يو تقریر کې وويل: ((د علي وزیر پلار او کورنۍ سره یې زه له ۳۰ کلونو پېژنم. د ده د کورنۍ ۱۷ غړي په ډزو وژل شوي دي. د ځینو خلکو به له پي ټي ايم سره اختلاف وي خو پي ټي ايم نه ټوپک راخیستی او نه کوتک نو بیا ولې علي وزیر بندي دی، هغه خلک خلاص دي چې ګولۍ چلوي.))

د علي وزیر د قید موضوع د نومبر پر ۱۷مه د پاکستاني پارليمان په مشترکه غونډه کې هم تازه شوه. دغه مهال ۳۳ بیلونه د اپوزیشن او حکومتي غړو د ناندريو په مهال منظور شول. خو په دې دومره ډېرو اوازونو کې له جنوبي وزیرستانه د پارليمان غړي، علي وزیر غږ نه وو. د جماعت اسلامي سېنېټر،‌ مشتاق احمد خان هم د علي وزير نه موجوديت وغانده. ((نن په پارلیمان کې د پښتنو استازو علي‌وزیر نه شتون غندم.))

د دې میاشتې په سر کې مشال رېډيو د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمينځ له خبرو پرده پورته کړه. د دې تر څنګ يو بل لوی خبر په پاکستان کې د حکومت لخوا د ناقانونه ډلو له لیست څخه د مذهبي ډلې تحريک لبيک پاکستان ایستل وو.

په دې اړه شوې لوظنامه پر دې سربېره وه چې د چارواکو په وينا دې ډلې له اسلام اباد سره نېزدې په مظاهرو کې شپږ پولیس والا ووژل. د دې لوظنامې د عملي‌کولو په لړ کې حکومت د تحریک لبيک پاکستان مشر، سعد حسین رضوي هم له زندانه خوشې کړی دی.

د ریاست لخوا دې تحريک او پاکستاني طالبانو سره خبرې او د قامي اسمبلۍ د منتخب غړي، علي وزیر په زندان کې ساتلو ته د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوه مخې پالیسۍ نوم ورکړی. دې انګریزۍ ورځپاڼې د نومبر په پينځمه په خپله يوه اداریه کې وليکل چې وفاقي او صوبايي حکومتونو څرګنده کړي چې د علي‌وزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو ته هېڅ حوصله نه کوي.

همدې ته په اشارې، د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د نومبر په ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له ناقانونه ډلو سره مذاکرات کوي خو يو سوله خوښی پښتون یې بندي کړی دی: ((د علي‌وزیر په شان خبرې له پنجاب سره تعلق لرونکو سياستوالو هم په بيا بيا کړې دي خو د هغوی مقدمې زر خلاصې شوې دي. بل د تحريک لبيک پاکستان او تحريک طالبان پاکستان سره تړونونه کېږي خو له علي وزیر سره تعصب روان دی ځکه چې د پښتنو حق غوښتونکی پښتون دی. موږ له سپېکر غوښتي وو چې د پروډکشن ارډر په جاري کولو سره دې علي وزیر پارليمان ته وروغواړي خو هغه داسې ونه کړل. له دې معلوميږي چې زموږ عدلیه او پارليمان څومره تر کنټرول لاندې دي.))

محسن داوړ دې ته ورته خبرې د نومبر په ۱۷مه په پارليمان کې هم کړې وي. د هغه د تقریر په وخت، د اسمبلۍ سپېکر اسد قیصر د پروډکشن ارډر د نه کولو د سپيناوي پرځای د داوړ خبرې ورلنډې کړي او ورته یې وويل چې خپل موشن يا په قانوني مسوده کې د بدلون وړاندیز وړاندې کړي: ((ته خپل موشن وړاندې کړه.))

دا د سپېکر اختيار دی چې د چا لپاره پروډکشن ارډر جاري کوي او د چا لپاره نه.
ارباب شیرعلي

پروډکشن ارډر يا پارليمان ته د يو غړي د حاضرولو حکم د پارليماني‌چارو له کمېټې تېرېږي. په دې کمېټه کې د واکمن تحريک انصاف غړي، ارباب شېرعلي د نومبر په ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل چې په کمېټه کې په دې اړه نه کوم بحث شوی او نه هم کومه غونډه. ((دا د سپېکر اختيار دی چې د چا لپاره پروډکشن ارډر جاري کوي او د چا لپاره نه. بل که يوه کمېټه غواړي چې د پارليمان غړی د بحث لپاره وروغواړي نو د ده کمېټې مشر هم پروډکشن ارډر کولی شی. پکار خو وه چې علي وزیر پارليمان ته راغلی وای خو چې پروډکشن ارډر یې ونه شو نو په دې اړه زه څه نه شم ویلی.))

د پاکستان قامي‌اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر په دې اړه مشال رېډيو سره خبرې ونه کړې. په کراچۍ کې د بندي علي وزیر، په اړه مو چې کله د سیند وزیراعلی دفترسره رابطه وکړه نو هلته یو سیکریټري د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د عدلیې په کارونو کې کار نه لري او نه هم په عدالت کې د روانو مقدمو په اړه خبرې کوي.

د عوامي نیشنل ګوند د خیبرپښنوخوا صوبايي مشر ايمل ولي خان هم د نومبر په ۱۳مه غوښتنه کړې وه چې علي وزیر دې خوشې شي. هغه پر ټويټر ليکلي وو چې د يو تقریر له امله، په جيل کې د وزیر د ساتلو هېڅ جواز نه جوړيږي.

په تېر یوه کال کې د علي وزیر د مقدمې اورېدنې شوې او په هغه فردجرم عايد شوی خو وکيلانو یې مشال رېډيو ته ويلي چې تاريخونه زر زر نه ورکول کېږي.

د جولای په لومړۍ نېټه د پارلېمان له غړو سره د پوځي مشر جنرل قمر جاويد باجوه تر ملاقات وروسته په رسنیو کې داسې راپورونه راغلي وو چې جنرل باجوه سياستوالو ته ويلي چې که علي وزیر په خپلو کړو خبرو بخښنه وغواړي نو خوشې کېدلی شي.

پوځ په دې اړه ښکاره څه نه دې ويلي. علي وزیر د جولای په څلورمه باجوه ته په لېږلي يو ليک کې ويلي وو چې له ده د بخښنې مطالبه کول غير ايينی کار دی.

د بندي علي وزیر په کورنۍ څه تيريږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:40 0:00
XS
SM
MD
LG