د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي‌ وزیر تر احتجاجونو وروسته له روغتون څخه زندان ته ولېږل شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د جون پر ۲۳مه له روغتونه زندان ته لېږدول شوی دی.

وزیر د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي ول چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی. د چارواکو په وينا، علي وزير د جون پر ۲۰مه ماښام مهال د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښار سرکاري جناح روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی وو.

د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د علي وزیر د څرګندونو په اړه د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې دی په دې اړه "هېڅ معلومات نه لري." ده وویل چې لومړی به معلومات غونډوي او بیا به وايي چې دا څه مسله ده.

د جون پر ۲۳مه په کراچۍ او کوټه کې د پي ټي اېم او پښتونخوا ملي عوامي ګوند او په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډرېشن) غړو او پلویانو په روغتون کې د علي وزیر د خوندیتوب ضمانت نه ورکولو ضد احتجاج وکړ.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترین مشال راډیو ته وویل، چارواکو تر مظاهرو وروسته وزیر زندان ته ولېږداوه. ده د جون ۲۳مې پر ماخوستن وویل چې علي وزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ دوې غوښتنې لرلې. "زموږ دوه غوښتنې وې چې جېل يا اسلام اباد. په هغوی کې اوس پوليس زموږ غوښتنه ومنله او علي وزير يې له روغتونه وايست او جېل ته يې ولېږداوه."

نور الله ترین وویل چې اوس بله لاره نه شته او د ده په وینا، علي‌ وزیر به د قامي اسمبلۍ د سپيکر له امر سره سم، "لازمي" اسلام اباد ته لېږدول کېږي.

علي وزير له روغتونه بېرته زندان ته ولېږدول شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، او د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو سازمان غړو او پلویانو د جون پر ۲۳مه د کراچۍ، کوټې او پېښور په ګډون په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د علي وزیر په حق کې احتجاجونه وکړل.

د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند غړو او پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې علي وزیر دې په قامي‌ اسمبلۍ کې د بجټ په اړه غونډې ته ولېږدول شي.

په کوټه کې د پرېس کلب مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د بلوچستان د اطلاعاتو سېکرټر او د پخواني مخکښ سېنېټر عثمان خان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ هم وینا وکړه او تور یې پورې کړ چې "پښتانه مشران په نويو نويو طريقو وژل کېږي او د رياست له خوا له پښتنو سره جلا چلند روان دی."

د خوشال خان کاکړ پلار عثمان خان کاکړ هم د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۷مه په کوټه کې په خپل کور کې په ټپي حالت کې موندل شوی وو چې بیا یې وروسته د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې سا ورکړې وه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، عثمان خان کاکړ د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) او پوځي استخباراتو (اېم ای) وژلی دی خو د بلوچستان د هغه وخت حکومت د عثمان کاکړ مرګ طبعي بللی وو.

خوشال خان کاکړ احتجاج ته په وینا کې وویل چې علي وزیر داسې نه پرېږدي او په هر ځای کې به د هغه لپاره غږ پورته کوي.

پښتون سټوډنټس فیډرېشن بیا په پېښور کې احتجاج وکړ او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د قامي اسمبلۍ د سپیکر راجا پروېز اشرف پر امر عمل وکړي.

دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان پر کلني بجټ بحث روان دی او سپيکر راجا پروېز اشرف د جون پر ۲۱مه د بجټ په غونډه کې د علي وزير د ګډون امر کړی وو.

خو د دې رپورټ تر خپرېدو لا هم علي وزیر د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته نه وو انتقال شوی.

علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی او ورباندې د ریاست ضد د ویناګانو او خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. نوموړی دريځ لري چې د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

عدالت په دوو مقدمو کې علي وزير ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG