د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزیر د ضمانت اورېدنه بیا وځنډوله


د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړي شوې چې په درو کې یې ضمانت منظور شوی خو د بوټ بېسن په مقدمه کې لا پاتې دی.
د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړي شوې چې په درو کې یې ضمانت منظور شوی خو د بوټ بېسن په مقدمه کې لا پاتې دی.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټمبر په درېیمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير پرضد په جوړه شوې مقدمه کې د ضمانت پر خواست اورېدنه د سېپټمبر تر ۱۲مې نېټې وځڼډوله.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ د سېپټمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو خپل رپورټ عدالت ته راوړی وو خو سرکاري څارنوال وویل چې دی به دا رپورټ لولي.

قادر خان اډوکېټ زیاته کړه چې بل پلو د عدالت جج هم په خپل څه کار پسې تلی نو ځکه یې د بلې اورېدنې لپاره د سېپټمبر ۱۲مه وټاکله.

د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړي شوې چې په درو کې یې ضمانت منظور شوی خو د بوټ بېسن په مقدمه کې لا پاتې دی.

علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې په کراچۍ کې بندي دی. پر هغه د رياست ضد وينا او خلکو پارولو تورونه دي. خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

علی وزیر هغه وخت د پېښور پولیسو ګرفتار کړ چې د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر پر ۱۶مه یې د ارمي پبلک سکول د پېښې په یاد کې په یوه دستوره کې یې وینا کوله.

هغه مهال د پېښور پولیسو وویل چې د کراچۍ د پولیسو په وینا یې نوموړی نیولی چې وروسته یې سند صوبې ته واستولو او له هغې راهیسې هم په کراچۍ کې په جیل کی دی.

شنونکي وايي، د شهباز ګېل په څېر د علي وزیر په اړه بحثونه نه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:05 0:00

په ټولو څلورو مقدمو کې پر علي وزیر د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ او نوموړی یې ردوي. پي ټي اېم وايي، پر وزیر جوړې مقدمې سیاسي دي او دا چې ټولې هلې ځلې یې د قانون او ایین په چوکاټ کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م راهیسې په سیمه کې د بدامنۍ، هدفي وژنو، ماورا عدالت وژنو خلاف او د لادرکو کسانو موندلو تر څنګ سیمه له ماینونو نه د پاکولو غوښتنې لري چې لپاره یې وخت په وخت مظاهرې او جلسونه کړي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کارکوونکو، مدني فعالانو هم د علي وزیر د خوشې کولو لپاره په هڅو کې برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG