د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيګار: امريکا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانانو ته ۱.۱ اربه ډالر لېږدولي دي


د کابل پر وزير اکبر خان تپه دوه طالبان د ښار ننداره کوي - انځور له ارشيفه
د کابل پر وزير اکبر خان تپه دوه طالبان د ښار ننداره کوي - انځور له ارشيفه

د افغانستان بیارغونې چارو د څار امریکايي دفتر (سيګار) په خپل تازه درې مياشتني راپور کې ويلي چې امريکا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره یو اعشاریه یو (۱.۱) اربه (مېلیارده) ډالر وراستولي دي.

د نومبر پر دويمه په خپاره شوي راپور کې د سیګار د مشر جان سوپکو له خولې ويلي شوي چې د امريکا پر هغو بشري مرستو برسېره هم په افغانستان کې اقتصادي حالت خراب دی او د خلکو ستونزې کمې شوې نه دي. سیګار ويلي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۰ فیصده تاواني شوی دی او له ۷۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

طالبانو تر اوسه د سيګار د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

په راپور کې ويل شوي سره له دې چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست تر پایه ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه ووتل خو د امريکا حکومت بشري مرستو ته دوام ورکړ او په دې برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی مرستندويه هېواد دی.

امريکا او طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې د قطر په دوحه کې د سولې تړون وکړ چې له مخې یې ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه ووتل. تر دې وروسته طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ او د ۲۰۲۱ز کال د اګست په ۱۵مه یې په زور کابل ونيو.

د امريکا او د نړۍ یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو له طالبانو سره تماسونه ساتلي خو حکومت یې تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی. غربي هېوادونو ويلي چې دا تماسونه د ترهګرۍ د خطر کمولو او بشري حقونو د پر ځای ساتلو لپاره دي.

د ښځو حقونه

سيګار په خپل راپور کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم د بنديز او د ښځو پر وړاندې د توپيري چلند په اړه هم اندېښنه ښوولې ده. په راپور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (يونیسېف) په حواله ويل شوي چې د نجونو پر تعليم بندیز هم د افغانستان اقتصاد ته لوی زیان رسولی. سيګار ويلي چې له دې امله، افغانستان له ۵.۴ اربه ډالرو ممکنه ګټې بې برخې کېږي.

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم بنديز لګولی، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي، له محرم بغير ښځو ته له کورونو د وتلو اجازه نه شته او له ځينو وزارتونو یې ښځينه کار کوونکي اېستلي دي. طالبان وايي، له "شرعي اصولو" سره سم پر مخ ځي خو د هغې وضاحت نه کوي او ټینګار کوي چې د نجونو تعليم په اړه په يوې پاليسۍ جوړولو کار کوي.

د رسنيو ستونزې

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکايي کارونو د څارنې ادارې په خپل راپور کې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان رسنيو او خبريالانو د بد حالت يادونه هم کړې ده. هغې ادارې د بې پولې خبريالانو ادارې د يو راپور پر اساس ويلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ بندې شوي چې ټول شمېر یې ۲۳۱ دی. د راپور له مخې ۶۰ سلنه خبریالان له دندو بې برخې شوي دي چې ۶،۴۰۰ خبريالان کېږي چې ورڅخه یې ۸۴ فیصده ښځې دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په زرګونو خبريالان د طالبانو له وېرې غربي هېوادونو ته کډه شوي دي. خو د طالبانو وياندانو په بېلابېلو وختونو کې ادعا کړې چې هغوی ته ستونزې نه جوړوي او پر رسنيو فشار نه اچوي خو ټینګار کوي چې هغوی بايد د "شريعت په چوکاټ" کې خپل کارونه پر مخ يوسي خو په اړه یې وضاحت نه کوي.

په افغانستان کې د امريکا د بیا رغونې پر چارو د څارنې اداره په ۲۰۰۸ز کال کې جوړه شوې چې يوه خپلواکه اداره ده او وخت په وخت یې د امريکايي حکومت پر چارو هم نيوکې کړې دي. هغې ادارې په تازه راپور کې هم ويلي چې د ولسمشر جو بايډن حکومت ورسره د ځينو معلوماتو په شريکولو کې "سستي کړې" نو ځکه یې سږ کال په ډېریو برخو کې کره شمېرې وړاندې نه کړای شوې.

XS
SM
MD
LG