د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بنديز ۴۰۰ ورځې پوره شوې


په ۲۰۲۲ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته طالبانو پر ښځو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي. پخوانی انځور
په ۲۰۲۲ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته طالبانو پر ښځو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي. پخوانی انځور

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو د طالبانو د بندیز ۴۰۰ ورځو پوره شوې دي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د نجونو ښوونځيو پر بندولو سربيره، طالبان په پوهنتونونو کې هم نجونو ته خنډونه جوړوي.

هغې د اکتوبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې طالبانو په ځانګړې ډول هزاره نجونو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او د کابل پوهنتون له ليلیې څخه یې هزاره زده کوونکې ایستلې هم دي. طالبانو تر اوسه د هغې د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ویلي.

اميري زیاته کړې چې ۵۰ فېصده نفوس له زدکړو منع کولو سره طالبان نه شې کولای چې افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر لاره روان کړي.

په همدې حال کې د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ځينو زده کوونکو د کابل پوهنتون مخې ته احتجاج کړی وو. دوی ويلي ول چې له لیليې ایستل شوې نجونې، چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، دا مهال د استوګنې ځای د نه شتون له امله له جدي ستونزو سره مخامخې دي او د خپلو دوستانو او نورو زده کوونکو په کورونو کې یې اړولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل او د افغانستان حکومت په زور نيولی دی. دوی تر هغه وروسته له شپږم ټولګي پورته دنجونو ښوونځي بند کړي، حجاب یې جبري کړی او له ځينو وزارتونو یې ښځينه کارکوونکي ایستلي دي.

طالبانو په دې تړاو د نړيوالو فشارونو په ځواب کې ويلي چې دوی د تشريح شوي شريعت له مخې پر مخ ځي او د تعليم لپاره د يوې تګلارې پر جوړولو بوخت دي. البته د دوی مذهبي مشر ملا هيبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۲ز کال په جولای کې ويلي ول چې د نړيوالو فرمایشونه نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG