د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کابل نیوز ټېلېوېژن خپرونې درولې دي


په کابل کې خبریالان د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
په کابل کې خبریالان د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د کابل نیوز په نوم یو خصوصي (شخصي) ټېلېوېژن خپلې خپرونې بندې کړي او د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي په هغه هېواد کې خبریالان د طالبانو له خوا له "ګڼو ستونزو" سره مخامخ دي.

د کابل نیوز مسوولانو د نومبر پر لومړۍ نېټه وویل، د یو لړ ستونزو له امله یې د ټېلېوېژني خپرونو د بندېدو پرېکړه کړې ده خو پر ټولنیزو رسنیو به خپرونو ته دوام ورکوي.

د کابل نیوز مسوول عبدالباسط له مشال راډيو سره په خبرو کې د ستونزو یادونه و نه کړه. خو د کابل نیوز یوشمېر نورو کارکوونکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري ورباندې سخت فشارونه د خپرونو درولو لامل شول.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پر دې اقدام اندېښنه ښوولې ده. د کمېټې مسول جمیل وقار د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې له افغان رسنيو سره د همکاريو ژمنې پوره کړي. هغه زیاته کړې چې باید د رسنیو مالي او سیاسي ملاتړ وشي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر واخلي، خو نوموړي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. البته تر دې وړاندې، مجاهد هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د طالبانو حکومت پر رسنیو فشار راوستی دی.

مجاهد پر رسنيو د فشار راپورونه په داسې وخت کې رد کړي چې په زرګونو خبریالانو په افغانستان کې دندې پرېښي او له هېواده وتلي‌ دي. دوی د طالبانو د بندیزونو او شکنجو له وېرې په نورو هېوادونو کې پنا اخیستي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې واکمن شول او تر هغې وروسته یې په رسنيو کې د ښځو په څرګندېدونو محدوديتونه زیات کړي، موسیقي یې بنده کړې او په ځينو وختونو کې یې خبریالان تر نيولو وروسته وهلي‌ دي.

په همدې حال کې له افغان رسنيو سره هغه نړيوالې مالي‌ مرستې او له تجارتي اعلانونو وررسېدونکې پیسې ورباندې ودرېدې چې په تېر جمهوري حکومت کې یې تر لاسه کولې.

کابل نيوز ټېلېوېژن په داسې وخت کې خپرونې درولي چې د نومبر پر دويمه پر خبریالانو د تشدد پر وړاندې د معافیت د ختمولو ورځ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي چې په هغه هېواد کې رسنۍ له خطر او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

یوناما پر خپله فېسبوک‌ پاڼه په بیان کې ویلي چې افغان خبریالان له "خپلسرو نیونو، ناوړه چلند او ګواښونو" سره مخامخ دي.

بیان زیاتوي، یوناما د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې له دوه سوو زیاتو خبریالانو سره له بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د ارقامو له مخې افغانستان د کار پر مهال د خبریالانو د وژل کېدو د شمېر له پلوه د نړۍ څلورم هېواد دی.

XS
SM
MD
LG