د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې په چاودنه کې ۸ کسان ژوبل شوي دي


په کابل کې د طالبانو د حکومت یو امنیتي سرتېری د سېپټېمبر ۳۰مې تر برید وروسته د پهرې پر مهال.
په کابل کې د طالبانو د حکومت یو امنیتي سرتېری د سېپټېمبر ۳۰مې تر برید وروسته د پهرې پر مهال.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په پلازمېنه کابل کې په یوه بمي چاودنه کې اته کسان ژوبل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د ځمکلاندې بم چاودنه د نومبر پر دویمه نېټه د ښار په کارته مامورین سیمه کې پر داسې مهال شوې چې د کلیو د پراختیا وزارت یو کوسټر ګاډی له هغه ځایه تېرېده.

د ده په خبره، په چاودنه کې د وزارت کارکوونکي ژوبل شوي چې روغتون ته یې لېږدولي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یوشمېر بریدونه شوي دي چې پکې نه یوازې طالبان بلکې ولسي وګړي او لږکي هم په نښه شوي.

د اکتوبر پر پینځمه نېټه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې په جومات کې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ټپي شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG