د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونو وايي کره شواهد شته چې طالبانو جنګي بنديان وژلي دي


رېچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۶مه خپل راپور د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وړاندې کړ. پخوانی انځور
رېچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۶مه خپل راپور د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وړاندې کړ. پخوانی انځور

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ويلي چې د "کره شواهدو" پر اساس دا خبره کوي چې په پنجشېر کې طالبانو "جنګي اسیران وژلي" دي.

رېچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته د افغانستان په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې عدالت ته له وړاندې کېدو او قانوني بهیر پرته د نیول شویو وسلوالو د وژنو باوري راپورونه شته چې دا د نړیوالو قوانیو او بشري حقونو جدي سرغړونه ده.

د نوموړي تر دې څرګندونو مخکې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دا راپورونه رد کړي ول چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونه شوې ده، ده ويلي ول چې که داسې څه شوي وي، تحقیقات به یې وکړي.

د بېنېټ د موندنو راپور له مخې لا هم د پنجشېر په ځینو برخو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې نه دې درېدلي.

نوموړي په افغانستان کې د نجونو او ښځو، اقلیتونو، مدني فعالانو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او و یې ویل چې دا وضعیت د هېچا لپاره د منلو نه‌ دی. "په عمومي ډول د بشري حقونو له پلوه، وضعیت د خرابېدو پر لوري درومي، په ځانګړي توګه افغانستان په ټوله نړۍ کې، تقریباً د نجونو او ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی."

ده زیاته کړه چې د دې ښوونځیو د بندېدو لپاره هېڅ ډول دیني توجه نه‌ شته او دا د منلو نه‌ ده چې تر ۴۰۰ ورځو زیاتې مودې پورې دې ښوونځي بند وي.

د طالبانو حکومت په مستقیم ډول د رېچرډ بېنېټ د راپور یادونه نه‌ ده کړې، خو د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوشمېر څېړونکو بنسټونو پر تګلارو نیوکه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۶مه بیان کې ويلي، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګومارل شویو ادارو او اشخاصو ته افغانستان ته د ورتګ او د بې پرې پلټنو او واقعیتونو موندنو شرایط برابر کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG