د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا وايي ۶۶۰ نور افغانان یې له هېواده ایستلي دي


په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان له هېواد ووتل - پخوانی انځور.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان له هېواد ووتل - پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان له لارې ۶۶۰ نور افغانان کاناډا ته رسېدلي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شیان فرېزر د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه پر ټویټر ليکلي چې دوه ځانګړې الوتکې چې پکې افغانان سپاره ول د پنجنشبې پر سهار وختي د ټورنټو او اېډمنټن پر هوايي ډګرونو ښکته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې کاناډا ته تراوسه پورې ۲۳،۵۰۰ افغانان ورسېدلي دي او هوډ يې څرګند کړ چې دوی به پوره زیار کوي چې تر ۲۰۲۳ز کال پورې لږترلږه ۴۰،۰۰۰ افغانان وروغواړي او هلته يې په خوندي توګه مېشت کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د کاناډا په ګډون یوشمېر غربي هېوادونو لسګونه زره کسان له هېواده ایستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG