د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عبدالله او ټام ویسټ د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي


ټام ویسټ او ډاکټر عبدالله
ټام ویسټ او ډاکټر عبدالله

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي پخلاينې مشر د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنيو چارو استازي سره خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د اکتوبر په ۳۱مه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې له ټام ویسټ سره یې په ټيليفوني خبرو کې وويل چې په افغانستان کې د ټولو نجونو د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په زور کابل او افغان حکومت ونيو. له ۴۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلې دي. طالبان وايي د تعليم په اړه د يوې پالیسۍ په جوړولو اخته دي.

د ډاکټر عبدالله په وینا د ټام ویسټ سره یې په خبرو کې ويلي چې د اوسنیو ستونزو د حل او په هېواد کې د عمومي ثبات لپاره واقعي بین الافغاني خبرې یوه اړتیا ده.

ټام ویسټ تېره پنجشنبه له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم په ټيلیفوني خبرو کې د افغانانو ترمنځ د رښتیني ملي مکالمې پر بېړنۍ اړتیا خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG