د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د طالبانو واکمنۍ کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی


 په کندهار کې کروندګر د کوکنارو له غوزې اپين ټولوي. دا انځور د ۲۰۲۲ کال د اپريل مياشتې دی.
په کندهار کې کروندګر د کوکنارو له غوزې اپين ټولوي. دا انځور د ۲۰۲۲ کال د اپريل مياشتې دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۳۲ فیصده زیات شوی دی.

هغې ادارې د نومبر پر لومړۍ نېټه په راپور کې لیکلي چې سږ کال په ټول افغانستان کې پر ۲۳۳،۰۰۰ هېکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر په پرتله یو په درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت ونيو. تر هغه وروسته، دا په هغه هېواد کې د کوکنارو د کښت، راپورته شویو ګواښونو او اپينو د ناقانونه سوداګرۍ په اړه له نشه‌ يي موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو مبارزې ادارې لومړنی راپور دی.

په راپور کې راغلي چې تر هغې وروسته چې په اپرېل کې طالبانو د کوکنارو کښت منع کړ، د اپینو بیې لوړې شوي او له دې لارې د افغان کروندګرو ګټه د تېر کال پرتله درې چنده زیاته شوې. راپور ښيي چې په ۲۰۲۱ز کال کې افغان کروندګرو د اپینو له پلور څخه ۴۲۵ مېلیونه امریکايي ډالره ګټه کړې وه چې سږ کال ۱,۴ اربه ډالرو ته رسېدلې.

د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، د کوکنارو کښت د افغانستان په سوېل لویدیزو برخو کې زیات وو چې د ټولې ځمکې ۷۳ فیصده برخه جوړوي. راپور وايي په هېلمند کې د ټولو کرنیزو ځمکو په یو په پینځمه برخه کې کوکنار کرل شوي.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا نه مني چې د کوکنارو کښت دې د تېر پرتله زیات شوی وي. هغه د نومبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې "د نشه‌يي توکو پر کاروبار، کرکېله او قاچاق هر ډول بندیز لګېدلی دی او دا مهال په ټول افغانستان کې یو بوټی کوکنار هم نه‌ دی کرل شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده په یوه فرمان کې په افغانستان کې د هر ډول نشه‌ يي‌ موادو کښت منع کړی دی.

خو له نشه‌ يي موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې راپور بیا ښيي چې سږ کال د کوکنار حاصلات تر ډېره حده د طالبانو د مشر ملا هبت الله له فرمانه معاف شوي دي.

XS
SM
MD
LG