د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښځو سره د مرستې لپاره مرکزونه جوړوي

د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د ښځو کار و روزګار او تعليم اغېزمن شوی دی. پخوانی انځور
د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د ښځو کار و روزګار او تعليم اغېزمن شوی دی. پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي د ناورین ځپلو ښځو د مرستې لپاره په ټول افغانستان کې یو شمېر مرکزونه جوړوي.

دا خبره یادې ادارې د اکتوبر پر ۲۴مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده.

یادې ادارې لیکلي چې له ملګرو ملتونو سره به په دې کار کې جاپان، د ژغورنې نړیواله کمېJه او د ښځو ځينې سازمانونه برخه ولري.

تمه ده چې څه باندې ۵،۰۰۰ ښځې د دې پروګرام له لارې مرستې ترلاسه کړي او تر څنګ یې د خپلو غونډو لپاره ځای ولري.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د ښځو کار و روزګار او تعليم اغېزمن شوی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG