د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینه: د کابل برید کې د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي


د طالبانو د حکومت سرتېرو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه - د جنورۍ ۱۱مې انځور.
د طالبانو د حکومت سرتېرو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه - د جنورۍ ۱۱مې انځور.

د طالبانو حکومت او رسنۍ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته مخامخ په شوې چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د جنورۍ ‍۱۱مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پینځه ملکي وګړي وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي. ده د چاودنې څرنګوالي په اړه څه و نه ویل خو برید یې "بزدلانه" وباله.

تر نوموړي مخکې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي ول چې پېښه د جنورۍ پر ۱۱مه مازیګر شاوخوا ۴ بجې شوې. ځدراڼ هم هغه مهال د چاودنې څرنګوالي په اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

خو رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.

تر دې مخکې افغان اسلامي اژانس هم د وزارت د یوه کارکوونکي له خولې ویلي ول چې دا یو ځانمرګی برید وو.

ټکور او د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پینځه ملکي وګړي وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

خو په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت یوې ډېپلوماټیکې سرچیني د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډيو سره د وزارت د ۱۶ ډېپلوماټانو او کارکوونکو نوملړ شریک کړی، چې د ده په خبره، په برید کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه چارواکي استاد فریدون په حواله ویلي چې په برید کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

تر دې مخکې، په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه. خو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل دا خبره ناسمه وبلله.

د کابل چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکول کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

برید د کابل تر ټولو خوندي سیمه کې شوی چې نېږدې یې د اقتصاد او پوهنې وزارتونه او د رویټرز په وینا، د چین او ترکیې سفارتونه هم پراته دي.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې په ګډون یوشمېر هېوادونو برید غندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کابل په شهرنو سیمه کې پر مېلمستون په وسلوال برید کې دوه بهرنيان ژوبل شوي ول. د طالبانو حکومت د ژوبلو کسانو پېژندګلوي نه وه په ډاګه کړې خو رویټرز اژانس ویلي ول چې په هغه مېلمستون کې اکثر چینايي وګړي اوسي.

د طالبانو حکومت هغه مهال زیاته کړې وه چې په نښته کې یې درې بریدګر وژلي دي.

تر دې یوه ورځ وروسته د چین حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې پر مېلمستون د برید پلټنې وکړي او له خپلو وګړو یې وغوښتل "ژرتر ژره" له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په ډېسېمبر کې په خپل درې میاشتني رپورټ کې وویل چې په افغانستان کې وسلوالې نښتې، بریدونه او د طالبانو مخالف فعالیتونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مشر په رپورټ کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست له ۱۷مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې په مجموعي توګه ۱،۵۷۸ پېښې ثبت شوې وې چې د تېر کال پرتله ۲۳ فیصده زیاتې وې. رپورټ البته کاږي چې په هغه هېواد کې چاودنې اووه فیصده او د تښتولو پېښې ۵۲ سلنه ټیټې شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بریدونه شوي دي چې پکې د طالبانو په ګډون سلګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي ول او ۱۳ ژوبل ول. د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې وه چې د بريد په تور يې د داعش ډلې یو مشکوک وسلوال نیولی دی.

رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.

تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه هم د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول. د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رېستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG