د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې وسلوالو یو ملا امام وژلی دی


د کابل په يو جومات کې طالبان د لمانځه په حال کې (انځور له ارشيفه)
د کابل په يو جومات کې طالبان د لمانځه په حال کې (انځور له ارشيفه)

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د وسلوالو په برید کې يو ملا امام او د هغه مقتدي وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل، برید د نومبر پر ۱۷مه تر سهار لمانځه وروسته شوی دی.

دی وايي، د کابل د ابو بکر صدیق جومات امام "قاري نجیب الله عزیزي او ورسره یو تن لمونځ کوونکی هېوادوال چې د سهار لمانځه تر ادا کولو وروسته له مسجده د وتلو په حال کې وو چې د نامعلومو وسلوالو له لوري په شهادت رسېدلي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ژر به مجرمین د قانونو منګولو ته وسپارل شي."

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې هغوی ته پر نيږدې یوشمېر ملایانو او دیني عالمانو بریدونه شوي دي. له هغوی څخه یې يو مشهور ملا رحیم الله حقاني او بل مولوي بسم الله شاکر وو چې لا یې هم وژونکي نه دې نيول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG