د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: افغانستان کې حملې او د طالبانو ضد فعالیتونه زیات شوي دي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د ډېسېمبر پر ۲۰مه د افغانستان په اړه رپورټ د امنیت شورا ته وړاندې کوي - انځور: ارشیف
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د ډېسېمبر پر ۲۰مه د افغانستان په اړه رپورټ د امنیت شورا ته وړاندې کوي - انځور: ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وايي، په افغانستان کې وسلوالې نښتې، بریدونه او د طالبانو مخالف فعالیتونه زیات شوي دي.

نوموړي دا خبره په هغه درې میاشتني رپورټ کې کړې ده چې ټاکل شوي ملګري ملتونه یې د ډېسېمبر پر ۲۰مه د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د مشر په رپورټ کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست له ۱۷مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې په مجموعي توګه ۱،۵۷۸ پېښې ثبت شوې وې چې د تېر کال پرتله ۲۳ فیصده زیاتې وې.

رپورټ البته کاږي چې په هغه هېواد کې چاودنې اووه فیصده او د تښتولو پېښې ۵۲ سلنه ټیټې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په تازه رپورټ کې کابل، هرات او کندهار له ناامنۍ تر ټولو زیات اغېزمن ولایتونه بلل شوي دي.

د کابل ښار پر یوه هوټل برید شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

مشال راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ویاندانو یې ځواب و نه وایه. البته طالبانو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی او د وسلوالو ضد اقدامات کوي.

دا رپورټ پر داسې مهال خپور شوی دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بریدونه شوي دي چې پکې د طالبانو په ګډون سلګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کابل په شهرنو کې د "بهرنيو وګړو" پر يو مېلمستون وشو چې پکې د طالبانو د حکومت په وینا، درې وسلوال ووژل شول او دوه بهرنیان ټپي شول.

د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي ول او ۱۳ ژوبل ول.

د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې چې د بريد په تور يې د داعش ډلې یو مشکوک وسلوال نیولی دی.

تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول. د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د انتونیو ګوتېرېش په رپورټ کې دا هم لیکل شوي چې اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو پرضد ۲۲ وسلوالې ډلې موجودې دي چې فعالیت یې زیات شوی دی.

رپورټ لیکلي چې هغه ډلې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې فعالې دي خو د مقاومت ملي جبهې او د ملي نجات جبهې تر څنګ یې د نورو ډلو نومونه نه دي یاد کړي.

د مقاومت ملي جبهې او د ملي نجات جبهې تر اوسه د افغانستان په بدخشان، بغلان، کاپیسا، ننګرهار، نورستان، تخار، پنجشېر او پروان کې د بریدونو ادعا کړې ده.

رپورټ په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې بریدونو ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې هغې وسلوالې ډلې په تېرو درو میاشتو کې په شپږ ولایتونو کې ۳۰ بریدونه کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا ادعا کړې چې د داعش ډلې پرضد یې مبارزه روانه ده او د هغې رېښي یې له‌ مینځه وړې دي.

رپورټ: امېد زهیرمل، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG